Connect with us

لوبی

د نړیوال جام د غوراوي سیالیو لومړۍ لوبه کوربه لوبډلې زیمبابوې وګټله

خپور شوی

د

Last Updated on: غبرګولى ۲۹, ۱۴۰۲

د یکشنبې پر ورځ ویست اندیز او زیمبابوی د کرکت نړیوال جام د غوراوي په لومړۍ لوبه کې له امریکا او نیپال څخه لوبې وګټلې.

د فرانسې خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ ویست اندیز دوه ځلي نړیوال اتل براندون کینګ او کایل مایرز ژر له لاسه ورکړل؛ خو څلور نور لوبغاړي یې پنځوسیزې ته ورسېدل، ځکه ویست اندیز په ۴۹.۳ آوورونو کې ۲۹۷ منډې جوړې کړې.

جانسن چارلس ۶۶، جیسون هولدر۵۶، روستون چیز ۵۵ او لوبډلمشر شای هوپ ۵۴ منډې جوړې کړې. نیکولاس پوران هم ۴۳ منډې ورزیاتې کړې.

د امریکا لوبډلې لپاره ګاجاناند سینګهـ پر ۱۰۹ توپونو د ۸ څلوریزو او دوه شپږیزو په ګډون ۱۰۱ منډې جوړې کړې؛ خو لوبډله یې هدف ته ونه رسیده او د ۳۹ منډو پر توپیر یې ماته وخوړه.

هولدر د سینګهـ د هڅو د ستاینې تر څنګ ویلي: مونږ باید دسپلین ولرو او باید آرام پاتې شو.

نوموړي زیاته کړې: هغه ښه لوبه وکړه، چې خپله لوبډله زمونږ ټولټال منډو ته نږدې کړي.

له دې مخکې زمبابوی نیپال ته د اته ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه؛ کریګ اروین او شان ویلیامز هر یو له سل ډېرې منډې وکړې.

اروین د ۲۹۰ منډو هدف له له څارلو ۍره په ۱۲۸ توپونو ۱۲۱ منډې وکړې، چې ۱۵ څلوریزې او یوه شپږیزه هم په کې ول او ویلیامز پر ۷۰ توپونو ۱۰۲ منډې وکړې. زمبابوی د دوه لوبغاړیو پر سوځېدو او ۳۵ توپونو پاتې کېدو ۲۹۱ منډې جوړې کړې.

په حراري سپورتي کلب کې د کوشال بورتل او آصف شیخ پر ترتیب د ۹۹ او ۶۶ منډو پر مرسته نیپال په ټاکلو ۵۰ آوورونو کې د اته لوبغاړو پر سوځیدو ۲۹۰ منډې جوړې کړې.

ولینګنن مساکادزا په پای کې د بورتل او شیخ دواړو ویکتې تر لاسه کړې او ریچارد نګاراوا پر ۹ آوورونو کې څلور ویکتې واخیستې.

زمبابوی د ډېر شمېر نندارچیانو په مخ کې د جویلورد ګامبي (۲۵ منډې) او وسلي مادوور (۳۲ منډې) مخکې له دې، چې اروین او ویلیامز د نیپال د توپ وهونکیو برید وڅاري؛ له لاسه ورکړې.

اروین ویلي: مونږ په رښتیا هم ښه پیل نه‌و کړی؛ د کیچ فرصتونه مو له لاسه ورکړل، خو پر لوبغاړیو ویاړو. مونږ فکر کاوه، چې ۲۸۰ یا ۲۹۰ منډې ترسره کولی شو؛ ځکه، چې د ډګر حالات مو پر ګټه ول.

هغه زیاته کړې: زه فکر کوم، چې نن لوبه ښه ترسره شوه؛ سبا د استراحت ورځ ده او مونږ به د سې شنبې پر ورځ د هالند پر وړاندې لوبه وکړو.

دغه سیالۍ به د دوشنبې پر ورځ دوام وکړي او په ب ګروپ کې به سریلانکا له عربي متحده اماراتو او ایرلند به له عمان سره مخ شي.

په اکتوبر او نومبر میاشتو کې د هند پر کوربتوب د درې اوونیزو غوراوي سیالیو له لس لوبډلو څخه به یوازې دوه هغه یې د نړیوال جام لپاره لوبیږي.

آریانا تلویزیون دغه سیالۍ هره ورځ پر ژوندۍ بڼه له تلویزیون او اوبپاڼې څخه خپروي.

د لوبې د وړاندې کولو پروګرام د کابل پر وخت له غرمې مخکې پر ۱۱:۰۰ بجو پیلېږي او خپله لوبه د کابل پر وخت له غرمې مخکې پر ۱۱:۳۰ بجو پیلېږي.

سیالۍ هم‌مهاله د آریانا تلویزیون په اوبپاڼو کې خپریږي

www.arianatelevision.com/live  و  www.arianatelevision.com/icc-live

د آریانا تلویزیون د خپرونې د لیدو لپاره/ا دا ځای /  کېکاږئ.

لوبی

د افغانستان کرکټ بورډ د چټک توپ‌اچوونکو د استعداد موندنې ملي پروګرام پیلوي

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.

Published

on

د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې مرکز راتلونکې میاشت د هېواد په څو ولایتونو کې د چټک توپ‌اچوونکو د استعداد موندنې لپاره « تندر» نومی ملي پروګرام پیلوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې، دغه پروګرام به د اوکټوبر پر څلورمه په کندوز ولایت کې پیل شي او له هغې وروسته به ارزونې په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې روانې وي او د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه به په ننګرهار کې پای ته ورسېږي.

د دغه بورډ د څرګندونو له مخې: د ګډون شرایط دا دي، چې لوبغاړي له ۱۹ څخه تر ۲۶ کلونو عمر ولري؛ لږ تر لږه ۱۸۰ سانټي‌مټره لوړوالی ولري، د اعتبار وړ برښنايي تذکره ولري او توپ په ساعت کې لږ تر لږه ۱۴۰ کیلومټره چټکتیا سره وغورځولی شي.

د اعلان شوې مهال‌وېش له مخې؛ په کندوز کې به ارزونې د اوکټوبر پر څلورمه او پېنځمه، په هرات کې د اوکټوبر پر نهمه او لسمه، په کندهار کې د اوکټوبر پر دولسمه، په کابل کې د اوکټوبر پر څوارلسمه او پېنځلسمه، په خوست کې د اوکټوبر پر نولسمه، په پکتیا کې د اوکټوبر پر یوویشتمه او په کونړ کې د اوکټوبر پر پېنځه‌ویشتمه ترسره شي. وروستی پړاو به هم د اوکټوبر پر اووه‌ویشتمه په ننګرهار کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ له ټولو هغو لوبغاړو، چې په لوړه کچه چټک توپ‌اچوونکي کېدی شي؛ په ټاکل شویو نېټو په خپلو اړوند ولایتونو کې د «تندر» نومي چټک توپ‌اچوونکو د استعدادونو د موندنې په پروګرام کې ګډون وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دغه پروګرام موخه د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د چټک توپ‌اچولو هیله‌بښوونکو استعدادونو موندل او د هېواد د کرکټ د لوړې کچې د فعالیتونو د سیسټم له لارې د مستعدو لوبغاړو د ودې او پرمختګ لپاره د زمینې برابرول دي.

Continue Reading

لوبی

طوفان هرات او عینو مېنه کندهار ۱-۱ مساوي شول

عنایت‌الله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بني‌مقدس د لوبې په دوه‌دېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۸, ۱۴۰۵

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د سې‌شنبې پر ورځ په کابل کې د نهه‌ویشتمې لوبې پر مهال طوفان هرات  او عینو مېنه کندهار یو پر یو مساوي ولوبېدل.

عنایت‌الله کوهي د لوبې په لومړۍ نیمایي کې طوفان هرات ته لومړی ګول وواهه؛ خو احمد بني‌مقدس د لوبې په دوه‌دېرشمه دقیقه کې عینو مېنه کندهار ته ګول ورکړ او لوبه مساوي شوه.

د لوبې په دوه‌یمه نیمایي کې دواړو لوبډلو د ګول وهلو څو فرصتونه درلودل؛ خو ونه توانېدل، چې له دغو فرصتونو ګټه واخلي او لوبه یو- یو پای ته ورسېده.

طوفان هرات په دې لوبه کې ۱۲ سرغړونې وکړې او یو ژېړه کارت یې واخیست. عینو مېنه کندهار بیا ۱۶ سرغړونې وکړې او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل.

طوفان هرات به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر لومړۍ له آرمان اف‌سي سره وکړي او عینو مېنه کندهار به د اوکټوبر پر دوه‌یمه له ابومسلم فراه سره مخ شي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان اتلانو لیګ؛ استقلال کابل خراسان فاریاب ته دوه پر صفر ماتې ورکړه

دا لوبه نن(سې‌شنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

Published

on

Last Updated on: تله ۸, ۱۴۰۵

استقلال کابل د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په اته‌ویشتمه لوبه کې خراسان فاریاب ته دوه پر صفر ماتې ورکړه.

دا لوبه نن(سې‌شنبه) د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو د یو بل د دروازې د پرانیستلو لپاره څو فرصتونه جوړ کړل؛ خو هیڅ یو فرصت په ګول بدل نه‌شو او لومړۍ نیمایي لوبه بې‌ګوله پای ته ورسېده.

په دوه‌یمه نیمایي کې هم لوبه نږدې او برابره روانه وه، چې د لوبې په نویومه دقیقه کې ندیم نعیمي له نږدې واټن څخه د استقلال کابل لومړی ګول وواهه.

له دې وروسته هارون نوري په اضافه وخت کې د استقلال کابل دوه‌یم ګول وواهه او په دې توګه استقلال کابل دوه پر صفر بریا خپله کړه.

خراسان فاریاب په دې لوبه کې ۱۰ سرغړونې وکړې او څلور ژېړ کارتونه یې واخیستل. استقلال کابل بیا شپږ سرغړونې وکړې.

استقلال کابل به خپله راتلونکې لوبه د اوکټوبر پر دوه‌یمه له عمر ځواک هرات سره وکړي او خراسان فاریاب به د اوکټوبر پر لومړۍ له آریانا خوست سره مخ شي.

د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپرېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!