تازه خبرونه
د نړۍ هېوادونه دې د نهمداخلې نهبدلیدونکي اصل ته ژمن پاته شي – اسلامي امارت
د ملګرو ملتونو امنیت شوری ته د یوناما د استازې د څرګندونو په اړه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي؛ مونږ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د عمومي منشي د ځانګړې استازې لخوا د اعلامیې د ځینو برخو هرکلی کوو، چې په افغانستان کې یې پر مثبتو بدلونونه اعتراف کړی دی. لکه پر نشهیي توکو اغېزمن بندیز، اقتصادي ثبات، د فساد نهشتون، په ځینو برخو کي د نجونو زدهکړو ته لاسرسی، په منظمه توګه د عوایدو راټولول، د معاشونو ورکول، په امنیتي ډګر کې د پام وړ ښه والی او د داعش پر وړاندې کوټلي هڅې.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې څرګنده شوې؛ د دې استازې په څرکندونو کې هڅه شوې، چې د افغانستان پیچلي ځمکني واقعیتونه منعکس کړي، چې دا د بندیزونو د کمیتې د څارنې ډلې او د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي وروستي راپور برعکس ول، چې له غلطیو ډک او د ځینو لوبغاړیو سیاسي اجنډا منعکس کولو لپاره چمتو شوي وه.
بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ مونږ په اعلامیي کې د افغانستان په اړه له یادو پیچلتیاوو نوټ اخلو او دا خبره تکراروو؛ د افغانستان اسلامي امارت هغو نړیوالو نورمونو او مکلفیتونو ته ژمن دی، چې د اسلامي شریعت له اصولو او د افغانستان له فرهنګي معیارونو سره په ټکر کې نه وي او یا زمونږ ملي ګټې زیانمنې نهکړي.
بهرنیو چارو وزارت وایي؛ له همدې کبله مونږ له ټولو هېوادونو غواړو، چې د نهمداخلې نهبدلیدونکي اصل ته ژمن پاته شي او زمونږ په کورنیو چارو کې د حکومتدارۍ او قوانینو د جوړښت او څرنګوالی په ګډون د لاسوهنې ټولې هڅې بندې کړي.
د دغې اعلاميې په پای کې راغلي؛ افغانستان د امنیت تامینولو، د سرحدونو خوندي کولو، د ګواښونو د رامنځته کیدو مخنیوي، عدالت ته لاسرسي، د قاچاق پر وړاندې مبارزې او د نشهیي توکو له منځه وړلو په ګډون خپلو نړیوالو مسوولیتونو ته ژمن دی. اوس باید نړیواله ټولنه هم خپل مسوولیتونه لکه د نه لاسوهنې بنسټیز اصل رعایت، زمونږ ملي امنیت ته د نورو اړخونو لخوا د ګواښ مخنیوی او د قاچاق او نشهیي توکو له ټولو ډولونو سره مبارزه او زمونږ په داخلي چارو کې نه لاس وهني ژمنتیا تر سره کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د چارشنبې پر ورځ ( د غبرګولي ۳۱ ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې، چې د افغانستان د مسئلې په اړه جوړه شوې وه؛ په خبرو ويلي، چې د افغانستان اسلامي امارت به تر هغې پر رسمیت ونهپیژندل شي، چې پر افغان ښځو بندیزونه لرې شوي نهوي او اسلامي امارت له همدې کبله په سیاسي لحاظ، په انزوا او استبداد کې پاتې شوی دی.
تازه خبرونه
د ملي بس شرکت رییس له چینايي هائیر شرکت سره د عصري بسونو پر پېر او تولید خبرې وکړې
د بهار د څرګندونو له مخې، د ملي بس شرکت اجرائیوي رییس عبدالباقي مقیم او ورسره مل پلاوي چین ته د سفر پر مهال په سوژو ولایت کې د هائیر شرکت له کارخونې لیدنه کړې او د دغه شرکت له کاري بهیر او تولیداتو له کیفیت سره یې له نږدې بلدتیا پیدا کړې ده.
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویاند محمد نبي بهار ويلي، د ملي بس امارتي شرکت مسوولانو له چینايي« هائیر» شرکت سره د عصري بسونو د پېر او تولید په برخه کې د همکاریو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړې دي.
د بهار د څرګندونو له مخې، د ملي بس شرکت اجرائیوي رییس عبدالباقي مقیم او ورسره مل پلاوي چین ته د سفر پر مهال په سوژو ولایت کې د هائیر شرکت له کارخونې لیدنه کړې او د دغه شرکت له کاري بهیر او تولیداتو له کیفیت سره یې له نږدې بلدتیا پیدا کړې ده.
د هائیر شرکت مسوولانو هم له افغانستان سره د ښاري او تېزرفتاره بسونو، پر ځانګړي بڼه برښنايي، هایبریډ او ډیزلي بسونو د برابرولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
هائیر په چین کې د بسونو له تولیدوونکو شرکتونو څخه دی، چې محصولات یې په یو شمېر هېوادونو کې د مسافرو د لېږد او د ښاري ټرانسپورټ د تنظیم لپاره کارول کېږي.
تازه خبرونه
بایدن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو له پرېکړې دفاع وکړه
بایدن د خپلو خاطراتو په نوي کتاب کې لیکلي، چې د امریکا د هغه وخت دفاع وزیر لویډ آسټین او د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
د امریکا پخواني ولسمشر جو بایدن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه له خپلې پرېکړې دفاع کړې او دا پرېکړه سمه بولي او وایي؛ که ورته شرایط بیا رامنځته شي، یو ځل بیا به همدا پرېکړه وکړي.
بایدن د خپلو خاطراتو په نوي کتاب کې لیکلي، چې د امریکا د هغه وخت دفاع وزیر لویډ آسټین او د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
نوموړي زیاته کړې، چې ډاډ ورکړ شوی و؛ د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان حکومت لږ تر لږه شپږ میاشتې خپل دوام وساتي؛ خو دغه حکومت یوازې په څو ورځو کې ړنګ شو.
د یادونې ده، چې د امریکا متحده ایالتونو او اسلامي امارت د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال د ۲۰۲۰ز. کال په فبرورۍ کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه هوکړهلیک لاسلیک کړی و.
تازه خبرونه
اروپايي هېوادونو روانډا ته د کډوالو پر لېږدولو هوکړه وکړه
تمه ده دغه هوکړه په ویانا کې اعلان شي.
ټاکل شوې، چې د دوشنبې پر ورځ پنځه اروپايي هېوادونه( جرمني، اتریش، یونان، ډنمارک او هالنډ ) رونډا ته د هغو کډوالو د لېږدولو طرحه اعلان کړي، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي. د دې طرحې له مخې، دغه کسان به په روانډا کې د کډوالو د بېرته ایستلو یوه مرکز ته ولېږدول شي.
تمه ده دغه هوکړه په ویانا کې اعلان شي.
دا هڅه د اروپايي ټولنې د هغو نویو مقرراتو له تصویب وروسته کېږي، چې د کډوالو د بېرته ایستلو بهیر چټکوي.
د دغو مقرراتو له مخې، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه کولی شي له ټولنې بهر د کډوالو د بېرته ستنولو مرکزونه جوړ کړي.
د دې طرحې ملاتړ کوونکي حکومتونو ویلي، چې بنسټیزه موخه یې د ناقانونه کډوالۍ مخنیوی او د کډوالو د تګ مخه نیول دي؛ خو د بشري حقونو بنسټونو د کډوالو د حقونو له احتمالي سرغړونې او حسابورکولو لپاره د روښانه میکانیزم د نشتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.
روانډا سره له دې، چې د بشري حقونو د وضعیت او سیاسي آزادیو د محدودیتونو له کبله له نیوکو سره مخ ده؛ ځان یې د هغو کډوالو د منلو لپاره وړاندې کړی، چې لویدیځ هېوادونه یې د بېرته ایستلو هوډ لري.
دا طرحه یوازې هغه کډوال رانغاړي، چې په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدا لپاره یې ټولې قانوني لارې کارولي، خو غوښتنلیکونه یې رد شوي وي.
-
تازه خبرونه5 days agoعراق له کردستان څخه افغانستان ته د تېلو د احتمالي قاچاق څېړنه کوي
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد سعودي عربستان په مکه کې د دوه توغندیو د شنډولو پاتې شوني لوېدلي
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان او ازبکستان د مالدارۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه
-
سوداگري5 days agoپه کابل کې د اسلامي پانګونې د پراختیا پر لارو چارو خبرې وشوې
-
لوبی2 days agoپه آی ال ټي ۲۰ لیګ کې د افغان او اماراتي لوبغاړو ګډون اړین شو
-
تازه خبرونه2 days agoترکیې یونان ته د اوښتو په هڅه کې ۳۵ افغان کډوال ونیول
-
تازه خبرونه5 days agoد ریاستالوزراء اقتصادي مرستیالۍ د سوالګرۍ د مدیریت طرحه نړیوالو بنسټونو ته وړاندې کړه
-
تازه خبرونه5 days agoروسي شرکتونه دې د کانونو، صنعت او بېخبناوو په برخو کې پانګونه وکړي – ملا برادر
