نړۍ

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د کرونا مثبتې پېښې ډېرې شوي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۵, ۱۳۹۹)

نه یوازې په ټوله نړۍ کې، بلکې  په هغو هېوادونو کې لکه امریکا، برازیل او هند، چې له کرونا ډېر زیانمن شوي؛ د اخته کسانو شمېر پورته شوی، دغه راز  آسترالیا، جاپان، هانګ کانګ، بولیویا، سودان، ایتوپیا، بلغاریا، بلجیم، ازبکستان او اسرائیل هم د مثبتو پېښو د ډېریدو لیدونکي دي.  

هغو هېوادونو، چې ټولنیز واټن او بندیزونه لیرې کړي؛ اوس د یوې میاشتې په بهیر کې د دوه یمې څپې لیدونکی شوي دي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې مدیر تدروس آدهانوم قبریسوس ویلي؛ د تېرمهال عادي ورځو ته به ورونه ګرځو. د دې ویروس خوریدو مو د ژوندانه بنه له بدلون سره مخ کړې ده.

قبریسوس څرګنده کړې، چې خلک دې د کارونو د ترسره کولو، لیدنو او تګ راتګ په اړه خپله پرېکرې کوي؛ ځکه دا د ژوند او مرګ خبره ده.

د رویتر څرګندونې، چې له رسمي سرچینو تر لاسه شوي ښیي؛ چې په تېره یوه میاشت کې پر کرونا د اخته کسانو په ورځني شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

لږ تر لږه ۸ هېوادونو درې اوونۍ مخکې، ۱۳ هېوادونو دوه اوونۍ مخکې، ۲۰ هېوادونو تېره اوونۍ او ۳۷ هېوادونو په روانه اوونۍ کې ډېروالی درلود.

اوس هم له کرونا څخه د مړینې بشپړ شمېر نامعلومه او حقیقي ندی؛ ځکه د رویترز معلومات هم د هغو هېوادونو تر لاسه شوي، چې د پېښو منظم ورځنی شمېر وړاندې کوي.

امریکا د نورو هېوادونو په پرتله د زیانمنو هېوادونو د نوملړ په سر کې دي. دمګړۍ یې پر کرونا ۴۱۷۸۷۳۰ کسان اخته، ۱۴۶۴۶۳ مړه او ۱۲۷۹۴۱۴ رغیدلي دي.

آسترالیایي چارواکو د یوې پېښې په رامنځته کیدو ۶ اوونیز بندیز ولګاوه او د مخ ماسک یې د هېواد په دوه یم لوی ښار ملبورن کې اړین وګرځاوه.

آسترالیا او جاپان، چې په روانه اوونۍ کې د ځوانانو تر منځ د مثبتو پېښو لیدونکي شول؛ نو ګواښ یې وکړ، چې خلک دې هوټلونو او میلمستیاوو ته له تګ ډده وکړي.  

په مکسیکو کې هم د اخته کسانو شمېر ډېر شوی، چې د مړینې د پېښو د شمېر له کبله څلورم هېواد شمېرل شوی دی.

اروپا او اسپانیا هم په ورځني شمېر کې د دېروالي له کبله له اندېښنو سره مخ شوي او ان اسپانیا د سیلانیانو د ورتګ منخنیوی کوي.  

په منځني ختیځ کې عمان دوه اوونیز بندیزونه په پام کې لري، چې د شنبې پر ورځ به پیل شي او لوی اختر به هم ترې اغېزمن شي.

Trending

Exit mobile version