تازه خبرونه

د نیله باغ د استوګنې پروژې عملي کار پیل شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۰, ۱۴۰۳)

په کابل کې د نیله باغ د ۱۴۰۰ کورونو د جوړولو کار د چین هېواد د ۷۱ میلیون ډالرو پر وړیا مالي مرسته پیل شو.

د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر دا پروژه د هېواد د پرمختګ په لار كې يو لوی او بنسټیز ګام ګڼي او زیاتوي، چې اسلامي امارت په هېواد کې د نورو بېخبنایي پروژو تر څنګ د ساختماني پروژو د پلي کولو په برخه کې هم اګامونه پورته کړي او پلان لري، چې نورې لویې پروژې هم پیل کړي.

په افغانستان کې د چین سفیر ژاو شینګ وایي: افغانستان او چین دوه داسې هېوادونه دي، چې له یو بل سره اوږدمهاله او ښې اړیکې لري؛ تر یوه حده ګډ کلتور، ګډه فضا او یو ګډ ملت لري. مونږ چینایان افغانستان ته د نږدې خلکو په توګه د افغانستان خلکو او اسلامي امارت سره ژمنه کوو، چې دا اړیکې به مو روانې وي؛ دواړه هېوادونه به په بېلابېلو اقتصادي، سیاسي او نظامي برخو کې خپلې همکارۍ روانې ساتي او مونږ به ستاسو تر څنګ یوو.

د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم هیله څرګنده کړې، چې د یو کمربند او یوې لارې پروژې او د واخان دهلېز له بشپړېدو سره به افغانستان په مستقیم ډول له چین سره ونښلول شي.

نوموړي ويلي، چې اسلامي امارت د واحد چین له پالیسۍ ملاتړ کوي.

د لوړو زده‌کړو وزارت چارسمبالي ندا محمد ندیم د دې پروژې د پرانستې په مراسمو کې څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې به ټولې هېوادنۍ پروژې په پوره روڼتیا سره پلي شي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د ولس هوساینې ته ژمن دی او د دوی د سوکالۍ لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دی.

د ښار او کور جوړونې وزارت چارسمبالي حمدالله نعماني د څرګندونو له مخې؛ د دې پروژې د انجنیرۍ مدیریت چارې د اسلامي امارت له لوري پرمخ وړل کېږي او د نیله باغ د استوګنې ودانۍ د دولتي کارکوونکیو لپاره دي، چې چارې به یې په څه باندې درې کلونو کې بشپړې شي.

Trending

Exit mobile version