نړۍ

د هاګ محکمې څارنوال د حماس او اسرائیلو د مشرانو د نیولو غوښتنه کړې

Published

on

د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال د دوشنبې پر ورځ د غویی یودېرشمه د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په ګډون د هغه دفاعي مشر او د حماس درې مشران پر جنګي جرمونو تورن کړي او د هغو د نیولو امر يې کړی دی.

د دې محکمې څارنوال کریم خان په غزه کې له اووه میاشتنۍ جګړې وروسته څرګنده کړې، چې دغه پېنځه کسان د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو پر تور د نیولو وړ دي.

نوموړی وایي، چې د اسرائیلو د دفاع وزیر یواف ګالنټ او د نتانیاهو او د حماس درې مشران یحی سنوار، محمد المصري او اسماعیل هنیه د نیولو غوښتنه شوې ده.

نوموړي دا هم ویلي، چې دوی له اوکتوبر راپدیخوا په روانه جګړه کې د جنګي او بشري ضد جنایتونو مسوول دي.

هغه وایي؛ راټول شوي شواهد ښیي، چې اسرائیلو په سیسټماتیک ډول ملکي وګړي له خوړو، اوبو، درملو او انرژۍ په ګډون د انسان د بقا لپاره له اړینو توکو څخه بې برخې کړي دي.

دغه راز نوموړي ویلي؛ د حماس مشران هم د ترسره شويو جرمونو مسوولیت پر غاړه لري، چې پر وژنو، یرغمل نیولو، ځورونې، جنسي تېري او نورو اعمالو تورن دي.

د اسرائیلو او فلسطین مشرانو د جنګي جرمونو تورونه رد کړي او د دواړو خواوو استازو د کریم خان پر پرېکړه نیوکه کړې ده.

نتانیاهو ویلي: زه په هاګ کې د ډیموکراټیک اسرائیلو او د حماس د ډله‌ییزو وژونکیو ترمنځ د څارنوال دا پرېکړه ردوم.

نوموړي دا هڅه د حقیقت بشپړ تحریف وباله.

د امریکا ولسمشر جو بایډن دا قانوني ګام “ناوړه” بللی. په داسې حال کې، چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي، چې دا پرېکړه به په غزه کې د یرغملو او اوربند په اړه خبرې له خطر سره مخ کړي.

د هاګ نړیواله محکمه په نړۍ کې د جنګي جرمونو د څېړلو لومړنۍ دایمي محکمه ده. د نړې ۱۲۴ غړي هېوادونه مکلف دي، چې مطلوب کس سمدلاسه ونیسي؛ که څه هم دوی د غړیو هېوادونو په خاوره کې وي.

دا محکمه یوازې هغه وخت ګام پورته کوي کله، چې یو دولت نه غواړي یا په رښتیني توګه نشي کولی پخپله دا کار وکړي.

اسرائیل او د دوی اصلي متحد امریکا د چین او روسیې په ګډون د دې محکمې غړي ندي.

د دې محکمې غړي هېوادونه په تېرو وختونو کې د هغو شکمنو کسانو په سپارلو کې پاتې راغلي، چې د سوډان پخواني ولسمشر عمر بشیر په ګډون د دوی خاورې ته ننوتلي، چې له ۲۰۰۵ راپدیخوا د جنګي جرمونو او نسل وژنې پر تور غوښتل شوي دي.

دې محکمې په تېرو ۲۱ کلونو کې هیڅکله یو لویدیز چارواکی ندی تورن کړی.

ویل کیږي، چې د غزې په جګړه کې لږ تر لږه ۳۵ زره فلسطینیان وژل شوي او مرستندویه ادارو هم د پراخې لوږې او د تېلو او طبي توکو د سخت کمښت خبرداری ورکړی دی. د اسرائیلو د څرګندونو له مخې؛ د اکتوبر پر اوومه د حماس په مشرۍ په بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور یرغمل دي.

Trending

Exit mobile version