تازه خبرونه

د هرات او کندهار له هوايي ډګرونو ځنډېدلې الوتنې بیا پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۱, ۱۴۰۰)

حکومتي چارواکو ویلي، چې د هرات او کندهار له هوایي ډګرونو څخه الوتنې پرون پر ټاکلي وخت بېرته پیل شوې دي.

د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې، پرون د خواجه عبدالله انصاري له نړیوال هوایی ډګر، څلور الوتنې ترسره شوې دي.

د هرات هوایی ډګر مشر احمدشهیر صالحي ويلي، چې نن هم د ملګرو ملتونو د الوتنو په ګډون اته الوتنې شوي او وضعیت عادي حالت ته راګرځیدلی دی.

دغه راز د ملکي هوایي چلند ادارې څرګنده کړې، چې د کندهار ولایت په احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر کې هم الوتنې عادي حالت ته راګرځیدلي دي.

دې ادارې ویلي، چې د کندهار ولایت په احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر کې د توغدیز برید له کبله د الوتنې لنډمهاله ځنډېدلې وې.

ادارې زیاته کړې: ستونزه حل شوې او په هوایی ډګر کې ټولې الوتنې عادي حالت ته راګرځیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د کندهار په هوایي ډګر کې د طالبانو توغندیز برید له کبله ټولې الوتنې ځنډول شوې وې او په هرات ښار کې د امنیتي ستونزو له کبله الوت ته زمینه برابره شوې نه وه.

Trending

Exit mobile version