سیمه ییز خبرونه

د هرات د ترانسپورت رياست عوايد ۱۶ سلنه زيات شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هرات ترانسپورت اداري رييس وايي:

د وسايطو زياتوالي او د مالياتي قانون پلي كيدل د دې لامل شوي، چې د هرات د ترانسپورت رياست عوايد زيات شي.

د هرات ترانسپورت ادارې رييس جاويد ايماق وايي:

د دغې ادارې په عوايدو كې ۱۶ سلنه زياتوالى راغلى دى.

نوموړى له خلكو غواړي، چې د چارو د سمون په موخه له ترانسپورت ادارې سره همكاري وكړي.

دى وايې، كه خلك دې ادارې ته د ورتگ پر مهال له ستونزو سره مخ كيږي، بايد اداره پرې خبره كړي.

په هرات كې د مالياتو قانون تر ډېره تطبيق كيږي.

هرات ښاريان له دولت څخه غواړي، چې د مالياتو د اخيستو په بدل كې د دې ولايت بيا رغاونې ته هم پاملرنه وشي.

ويل كيږي، چې اوس په هرات ښار كې درې ميليون وگړي ژوند كوي.

Trending

Exit mobile version