تازه خبرونه

د هرات زلزلې ټول ټپیان روغتون ته رسېدلي دي – روغتیا وزارت

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۰, ۱۴۰۲)

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد د چارشنبې پر ورځ( د تلې ۱۹ ) له زلزله ځپلي هراته له راستنېدو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د زلزلې د ټپیانو په اړه معلومات ورکړل او وایي، چې ټول ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته رسېدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي ويلي؛ له زلزلې سمدستي وروسته روغتیايي ډلې سیمې ته رسېدلي او روغتونونو ته یې د ټپیانو، درملو، روغتیایي تجهیزاتو او شهیدانو د جسدونو د لېږد لپاره جدي تدابیر نیولي دي.

قلندر عباد دا هم ویلي: اسلامي امارت د زلزله ځپلیو لپاره درمل، تجهیزات، خوراکي توکي، د څښاک اوبه، ګرځنده خیمې او نور د اړتیا وړ توکي برابر کړي؛ خو اوس هم ډېرو نورو مرستو ته اړتیا شته.

نوموړي ټینګار کړی، چې شاوخوا ۶۰ ګرځنده روغتیايي ډلې، ۶۰ امبولانسونه په دولس زیانمنو سیمو کې ځای پر ځای شوي او په همدې سیمو کې ګرځنده کلینیکونه هم جوړ شوي دي.

قلندر عباد له هغو خیریه بنسټونو او نړیوالو موسسو هم  مننه کړې، چې د هرات ولایت له زلزله ځپلیو سره مرسته کوي او د دوی د نورو ډېرو همکاریو غوښتنه یې وکړه.

دغه راز د عامې روغتيا وزارت په دې پېښه کې د شهيدانو او ټپيانو شمېر ته په نغوته کې ويلي: په دې پېښه کې څه ناڅه زر کسان مړه شوي ٢٤٠٠ نور ټپيان دي.

Trending

Exit mobile version