تازه خبرونه

د هرات زنده جان ولسوالي یوې بلې ۶.۳ درجې زلزلې ولړزوله

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۹, ۱۴۰۲)

د امریکا د زلزلې مرکز (USGS) هم د زلزلې شدت د رښتر پر کچه ۶.۳ درجې ښودلی او ویلي یې دي چې دا د ځمکې په ۹ کیلومتره ژوروالي کې رامنځته شوې ده.

د دغې زلزلې مرکز د هرات ولایت د زنده جان ولسوالي ده.

دغه راز زیاته شوې، چې په تېرو درې ساعتونو کې د رښتر پر کچه د ۵.۰ او ۴.۱ درجې دوه نورې زلزلې هم شوې دي.

د روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ زلزلې له ۲۴۰۰ څخه زیات کسان مړه کړل او لږ تر لږه ۲۰ کلي یې ړنګ او ویجاړ کړل.

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت د چاپېریال ساتنې او جیولوژی ریاست تائید کړه، چې نن( چارشنبه د تلې پر ۱۹) سهار ۵ بجې په زنده جان ولسوالۍ کې د رښتر پر کچه ۶ اعشاریه ۳ درجې زلزلې د ځمکې په ۹ کیلومتره ژوروالي کې د هرات ښار او ګاونډ ولایتونه ولړزول.

د چهار شنبې د ورځې زلزلې د زنده جان په ګډون د ګلران، کشک، رباط سنګي او غوریان ولسوالۍ هم نننۍ سختې زلزلې ځپلي دي.

مرستندویه ادارو چې لا دمخه په سیمه کې د شنبې د ورځې د زلزلې له قربانیانو سره مرستې پیل کړي او ویل کیږي، چې د چار شنبې سهارنۍ زلزلې ډېر زیانونه اړولي دي.

د هرات ښار ته هم زیان اوښتی دی.

د ځمکې ښویېدنې راپور هم ورکړل شوی؛ په ځانګړي توګه د هرات – تورغونډۍ پر لویه لار.

راپورونه وايي، چې د چارشنبې د ورځې زلزله د ایران په مشهد ښار کې هم احساس شوې ده.

د هرات له ولایتي روغتون څخه امبولانسونه سمدلاسه سختو ځپلیو سیمو ته استول شوي او تر اوسه یې له ۵۰ ډېر ټپیان روغتونونو ته لېږدولي دي او د یو تن مړینه هم تائید شوې ده.

Trending

Exit mobile version