سیمه ییز خبرونه
د هرات والي د دغه ولايت د پارلماني استازيو پركړنو نيوكه كړې
د هرات والي داود شاه صبا په ولسي جرگه كې د دغه ولايت د استازيو پر كړنو سخته نيوكه كړې ده.
والي صبا وايي:
په پارلمان كې د دغه ولايت استازيو د بيارغونې او پراختيايي پروژو د جذب په اړه هيڅ كار نه دى كړى.
د نوموړي په وينا:
د هرات استازي د پارلمان ډېرغلي او بې غږه غړي دي. كله ، چې د بيارغونې او پراختيايي پروژو په اړه خبرې كيږي؛ دوى ته چپتيا غوره ښكاري.
نوموړي زياته كړه، چې:
د هرات استازي يوازې په دې فكر كې دي، چې دې ولايت ته خپل خلك د بېلابېلو څوكيو لپاره غوره كړي.
د هرات والي زړه په دې هم تش نه شو او څرگنده يې كړه، چې:
د هرات استازيو دې ولايت ته د امنيتي ځواكونو د زياتولو په برخه كې هم كار نه دى كړى.
د نوموړي په وينا :
په دې ولايت كې سيمه ييزو چارواكو د امنيتي ځواكونو د زياتولو په اړه څه نا څه كار كړى، خو دا د پارلمان د استازيو دنده ده، چې له سيمه ييزو چارواكو سره خپله همكاري تر سره كړي.
والي ټينگاركړى، چې د امنيتي ځواكونو شمېر د ډاډمن امنيت د رامنځته كولو لپاره د دې ولايت يوه اړينه اړتيا ده.
په ولسي جرگه كې د هرات استازى احمد بهزاد وايي:
موږ د هرات د بيارغونې او پراختيا لپاره خپله وسه او خپل صلاحيت كارولى دى.
بهزاد په بشپړ ټينگارڅرگند كړه، چې:
د هغو استازيو نومونه دې په ډاگه شي، چې په دې ولايت كې د خپلو خلكو د ځاى په ځاى كولو هڅې تر سره كوي.
د يادونې وړ ده، چې دا لومړنى والي او لومړنى ځل دى، چې يو والي پخپلو استازيو څرگندې او تندې نيوكې كوي.