سیمه ییز خبرونه

د هرات ولايت گټه لرونكې ادرې له فساد سره مخ دي-والي

Published

on

(Last Updated On: )

د هرات والي سيد فضل الله وحيدي د دې ولايت په گټه وركوونكيو ادارو كې د فساد پر شتون اندېښنه څرگنده كړې ده.

هغه سره له دې، چې د كومې ځانگړې ادارې نوم نه اخلي؛ خو په بشپړ ټينگار وايي:

دا ادارې هم خلك او هم دولتي بنسټونه پېژني.

هرات والي وايي:

خلك دې په دې ولايت كې د اداري فساد په وړاندې په ځانگړي توگه د هغو كسانو په وړاندې، چې فساد كوي، مبارزه وكړي.

نوموړى وايي، تر دې دمه يو شمېر دولتي ادارې پېژندل شوي، چې په فساد كې لاس لري او ډېر ژر به يې نومونه په ډاگه شي.

د هرات ولايت په ادارو كې فساد نوې خبره نه ده. له دې وړاندې هم د هرات ښاريانو په دولتي ارو       ( گمرك، ښاروالۍ، د نفتي توكو رياست او ترانسپورت) كې د فساد له شتون څخه اندېښنه راپورته كړې وه.

د دغو ادرو مسوولينو د فساد لږ شتون منلى، خو ټينگار كوي، چې د دې ناوړه رنځ د پاى ته رسولو په وړاندې چټك كار روان دى.

Trending

Exit mobile version