تازه خبرونه

د هرات ولایت د ملي امنیت د درندو جرمونو آمر په وسلوال برید کې ووژل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هرات ولایت د ملي امنیت د جرایمو آمر نن غرمه ۱۱ بجې د هرات ښار په درب ملک سیمه کې ووژل شو او د دې ادارې یو بل کارکوونکی ټپي دی.

د هرات روغتون داکتران وايي، چې د ملي امنيت دواړه كارمندان د سرپه برخه كې لگيدلي دي.

عيني شاهدانو ويلي، چې بريدگر په تومانچه سمبال و.

له بلې خوا يوې سرچينېد نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې يو بريدگر وژل شوى او بل ژوندی نيول شوى دى .

Trending

Exit mobile version