تازه خبرونه

د هرات په زلزله ځپلیو سیمو کې د ۲۱۴۶ کورونو د جوړولو چارې پیل شوې

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۶, ۱۴۰۲)

د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ په سیاه آب کلي کې د هرات زلزله ځپلیو لپاره د معیاري کورونو او استوګنځیو جوړولو چارې د سې شنبې پر ورځ ( د تلې ۲۵) د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس، د انجیل ولسوالۍ د ښاروال، د ښار جوړونې ریاست او د هرات ښاروالۍ د مسوولینو په حضور کې پیل شوې.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي احمدالله متقي ويلي، په پام کې ده، چې د بېلابېلو زازله ځپلیو سيمو د ٢٠ کليو لپاره ٢١٤٦ کورونه جوړ شي.

د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس دغه راز ويلي، چې له باران او باد څخه د زيانمنو شويو کسانو د ساتنې په خاطر يې د درناوي لپاره پياوړې خيمې لګولې او د حکومت هڅه دا ده، چې د ژمي له رارسيدو مخکې کورونه جوړ کړي.

د هرات د انجيل ولسوالۍ ښاروال مولوي نعمت الله رحيمي ويلي، د ښاروالۍ، ښاري پراختيا او کرنې رياستونو انجنيرانو له څلورو ورځو راپدیخوا د ښارګوټي پر پلان او د کورونو پر جوړولو کار کوي او ټاکل شوې، چې دغه کورونه عصري او معيارونو جوړ شي او د زلزلې پر وړاندې پوره مقاومت ولري.

د رسمي څرګندونو له مخې، ټاکل شوې، چې په سياه آب کلي کې به ٢٧٩، په نايب رفيع کلي کې ٣٠٠، په سربلند کلي کې ١٢٣، په کشکک کلي کې ١٠٠، په کلای نوک ​​کلي کې ٣٠، په کجکال کلي ٦٠، په بادک کلي کې ٦٥ کورونه دي. په کرنیل وردګ ها کلي کې ۱۳۳، په چاهک کې ۳۰۰ ، د عبدالآباد او حضرت‌آباد په دوه کلیو کې ۳۶، د ازقلک او قصر شیرین په دوه کلیو کې ۵۲، په جګده کلی کې ۳۰، په ګزې‌بالا کې ۴۵، د ګول خان او غازي په دوه کلیو کې ۵۰، د سیل‌کوه او سنګ سفید په دوه کلیو کې ۷۲، په چاه زهي او بهادر زهي کلیو کې ۱۰۵، په خواجه محمد شوراب کلي کې ۸۰ ، په چاه زهي او هلال زهي کلیو کې ۹۲ او د زوریانو په چاه زهي کلي کې ۱۱۵ کورونه جوړ شي.

د يادونې ده، چې د تېرې اوونۍ د شنبې پر ورځ (د تلې پر ١٥ ) هرات څو زورورو زلزلو ولړزاوه، چې د دغه ولايت سلګونه کورونه ويجاړ او څه باندې دوه زره کسان مړه او په زرګونه نور ټپيان شول.

Trending

Exit mobile version