Connect with us

تازه خبرونه

د هرات په زلزله ځپلیو سیمو کې یو ښارګوټي ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: مرغومی ۷, ۱۴۰۲)

د هرات ولایت د زلزله ځپلیو سیمو د قلعه نوک کلي د ښارګوټي د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دغه ښارګوټي کې ۳۳ بلاکونه جوړ شوي او د جوړولو ټول لګښت یې د هېواد د استخباراتو عمومي ریاست ورکړی دی.

د اسلامي امارت چارواکو ويلي، پر دې پروژې څه باندې ۲۴ میلیون افغانۍ لګښت راغلی، چې دا مهال د نورو ښارګوټو پر استوکنځیو هم کار روان دی او هڅې کیږي، چې ټول کورونه پخپل وخت جوړ او بشپړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې زلزله ځپلې کورنۍ په دې ورځو کې تر خیمو لاندې سخت ژمی پیل کړې او له ستونزو ډک ژوند تېروي.

دا د زنده جان ولسوالۍ په زلزله ځپلیو سیمو کې لومړی جوړ شوی ښارګوټی دی، چې په دې وروستیو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي؛ په دغه ښارګوټي کې د یوه جومات او د څښاک د پاکو اوبو د شبکې په ګډون ۳۳ کورونه جوړ شوي دي. د دغو استوګنځیو د جوړولو لګښت د هېواد د ملي امنیت عمومي ریاست ورکړی او اوس به د دغو کورونو د دروازو کیلي زلزله ځپلیو کورنیو ته ورکړ شي.

دوی وايي، په زلزله ځپلیو سیمو کې د ټولو پروژو څارنه روانه ده.

دا مهال د هرات د زنده جان، انجیل، کشک، رباط سنګي او ګلران ولسوالیو له لس څخه په زیاتو کلیو کې د کور جوړونې چارې روانې دي.

زلزله ځپلی محمد حلیم وايي: د دغو خیمو لاندې هوا ډېره سړه ده؛ ځکه دا خیمې له پلاستیک څخه جوړې شوې او نم لري او د شپې په اوږدو کې زمونږ ماشومانو یخ کیږي. اوس دا کورونه مونږ ته جوړ شوي دی. زه امید لرم، چې دوی به ژمی له خپلو میرمنو سره تېر کړي او مونږ به د خپلو ماشومانو ساتنه وکړو.

د هرات د زلزله ځپلیو کميسون د معلوماتو له مخې؛ اوسمهال په ۱۰ زلزله ځپلیو کليو کې پر څه باندې ٢٦٢٠ کورونو کار روان دى.د يادو پروژو مسوولين هڅه کوي، چې دغه کورونه پخپل وخت بشپړ کړي.​

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

د سیمې هېوادونه باید په ګډه ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي – مولوي عبدالکبیر

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمه‌ییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړي، نشه‌يي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت ټینګ شوی دی.

د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د شویو پرمختګونو قدرداني کړې او څرګندوي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او اوږدمهاله پانګونې ته چمتو دی.

ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې د چمتوالي ترڅنګ زياته کړې، چې افغانستان اوس‌مهال په سيمه کې د يوه سوله‌ييز هېواد بېلګه ده او له همدې کبله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړيکو ټينګول غواړي.

د قزاقستان لومړي وزير مرستيال دغه راز د کابل او الماتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې له افغان حکومت سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.

اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې پرله‌پسې ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له رامنځته کیدو سره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د آسیا او پاسیفیک څانګې مشر الکساندر مټیو په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو افغان کډوالو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم وه، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې په وروستیو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له پولې څخه را تېر شوي او شونې ده، چې مونږ به په راتلونکیو میاشتو کې د نويو راستنیدونکیو لوی شمېر وګورو.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ کال وروسته په آسیا کې د میانمار او بنګله دیش تر منځ د وګړو ترټولو لوی حرکت دی.

پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا له ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال جبري راایستلي دي.

مټیو زیاتوي، چې ډېري راستانه شويو کسانو له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کړی او له حکومت او نړیوال ملاتړ پرته په افغانستان کې د نوي ژوند پیلولو ته چمتو ندي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د راستنېدونکیو نيمايي برخه ماشومان دي، چې په کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتوالی لري.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!