سیمه ییز خبرونه
د هرات – کندهار او کندهار- کابل د لویو لارو ترافیکی پېښو خلك اندېښمن كړل
د هرات – کندهار او کندهار- کابل پر لویه لار د ترافیکی پېښو ډېروالي، چې زيات شمېر مسافرينو ته په كې مرگ و ژوبله اوړي خلك اندېښمن كړي دي.
د ۳۰۳ بسونو چلوونکي د ترافیکی پیښو د زیاتیدو علت د ترانسپورټی شرکتونو مسوولین بولی او وایي:
د ترانسپورتی شرکتونو بې ځایه سیالۍ د ترافیکو پېښو گراف لوړ کړی دی.
دوى وايي:
كه په وخت ځان ونه رسوي؛ نو د ترانسپورتی شرکت له خوا مجازات او له دندو گوښه کیږي.
په كندهار كې د احمدشاه ابدالی ترانسپورتي شرکت د کنترول مسوول سید عبدالرحمن شاه دا خبره نه مني، چی د دوی لخوا موټر چلوونکي سرعت ته اړکیږي
د کندهار د ترافیکومدیر محمد الله خان وایی وایي:
که مرکزی اداره یو طرز العمل د لویو لارو د موټر چلوونکيو لپاره جوړ کړي؛ نو دا ډول پېښی به نه رامنڅته کیږي، څکه د هرات -کندهار او کندهار- کابل پر لویو لارو د پرتو ولایتونو ترافیک مسوولین کولی شي، چی هغوی کنترول کړي.
د کندهار عامې روغتیا رياست چارواكي وایي:
میرویس حوزوی روغتون ته د جگړو او چاودونو د قربانیانو په پرتله د ترافيكي پېښو ډېر قربانيان راليږدول كيږي.
په دې وروستیو کی د هرات -کندهار اوکندهار- کابل پر لویو لارو ترافیکی پېښی ډېرې شوي، چې یوازی یوه اوونۍ وړاندی په يوه پېښه كې ۴۵ تنو ژوند له لاسه وركړ او لس نور ټپيان شول .
