تازه خبرونه

د هرات یوه ورکه شوې ۱۹ کلنه نجلۍ په کندهار کې پیدا شوه

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۱۸, ۱۴۰۱

له هرات ولایت څخه ورکه شوې ۱۹ کلنه نجلۍ په کندهار کې پيدا او د امرباالمعروف رياست د مسوولينو له لوري خپلې کورنې ته وسپارل شوه.

د سیمه ییزو مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ دغه ۱۹ کلنه قدسيه نومې نجلۍ د تېرې اوونې د شنبې پر ورځ دهرات ولايت په انجيل ولسوالۍ کې له خپل کور او کلي ورکه شوه، چې بیا دا موضوع د هېواد ټولو امنيتي ځواکونو ته ابلاغ شوه. امنيتي ځواکونو او د امربالمعروف رياست مسوولينو او سرتېرو له لوري په کندهار ولايت کې پيدا او بیا هغه خپلې کورنې ته وسپارل شوه .

د کندهار د امربالمعروف رياست مسوولين وايي، چې د اسلامي امارت مجاهدين او مسوولين ټول د هېوادوالو د سر او مال د ساتنې ډاډ ورکوي .

د کندهار د امربالمعروف ریيس شيخ مولوي عبدالرحمن طيبي وایي: ګرانو متدينو مسلمانانو! الحمدالله اسلامي امارت يو داسې پاک او سپېحلې امارت دی، چې د هیچا امانت نه ضايع کيږي. حتا يوه ښځه هم، چې له خپله کوره لادرکه شوې وه او قریبان او دوستان پسې پریشانه ول هم د اسلامي امارت پر هلو ځلو نه یوازې هغه، بلکې قريبان يي هم پيدا شول.

له هرات څخه راغلی د ځانګړو ځواکونو د کشف غړی عبدالباري وايي خوښ دي، چې دا عمليات په بريالي توګه پاي ته ورسېدل او ورکه شوې نجلې بېرته کورنې ته وسپارل شوه.

دی په دې برخه کې د کندهار د امنيتي ځواکونو او امربالمعروف رياست له مسوولينو مننه کوي .

د هرات د ځانګړیو ځواکونو د کشف غړی عبدالباري وایي: لله الحمد د کندهار په ولايت کې د امربالمعروف د مجاهدينو لخوا پيدا شوې او بيا يي مونږ ته خبر راکړ. مونږ يي له قريبانو سره راغلو؛ نو دلته اوس شیخ صاحب مبارک او ټولو مجاهدينو، چې دلې ناست دي دغه ښځه مو قريبانو ته وروسپارله او مونږ د کندهار د امربالمعروف له مجاهدينو څخه ډېر خوشحاله يوو او مننه ترې کوو.

د يادونې وړ ده، چې مخکې هم څو ځله په کندهار کې د بېلابېلو ولايتونو څخه ورک شوي ماشومان او ځوانان د امنيتي ځواکونو او امربالمعروف رياست د مسوولينو پر هڅو پيدا او خپلو کورنيوته سپارل شوي دي .

Trending

Exit mobile version