تازه خبرونه
د هرات یوولسمې امنیتي ناستې پر ټولګډونه حکومت ټینګار څرګند کړ
نن ( د الیندۍ شپږمه ) د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د هرات یوولسمه امنیتي غونډه؛ افغانستان ته له بېلا بېلو اړخونو بیا کتنې تر سرلیک لاندې د یو شمېر سیاسي او علمي شخصیتونو، د بشري حقونو او مدني ټولنې هڅاندو او د سیمې هېوادونو د استازیو په شتون کې ترسره شوه.
له تېرو دوه کلونو راپدیخوا د هرات امنیتي غونډه په تاجکستان کې جوړیږي. د دې غونډې اړوند ګډونوال د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ستونزو د اواري لپاره د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتونکي شول.
دوی وايي، چې له همپالنې پرته افغانستان اقتصادي هوساینه او دایمي ثبات نهشي ترلاسه کولی.
په دې غونډه کې د سیمې د هېوادونو ۱۵۰ سیاسي څېرو، علمي شخصیتونو، د بشري او مدني حقونو هڅاندو( فعالانو ) برخه اخیستې وه.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو څېړنو د څانګې رییس شرف رحیمي ويلي، هېواد یې د یوه آزاد او سولهییز افغانستان غوښتونکی دی او د یوه ټولګډونه حکومت جوړول د ستونزو حل لار ده.
نوموړی وایي: مونږ د افغانستان د ټولو سیاسي قوتونو د استازیو له فعاله ونډې سره د یوه رښتیني ټولګډونه حکومت جوړول او د سولې، ثبات او سوکالۍ ترلاسه کول د افغانستان د سولې د ټینګښت اساسي عامل او ضامن ګڼو.
يو شمېر نور ګډونوال هم وايي، چې افغانستان د دايمي ثبات او اقتصادي سوکالۍ لپاره سيمهييزې اجماع ته اړتيا لري او د افغانستان ګاونډيان بايد له افغانستان سره د همکارۍ په موخه دې پايلې ته رسېدلي وي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتوت د مشورتي بورد مشر رنګین دادفر سپنتا ویلي: زه د افغانستان ګاونډیانو ته وایم، چې مونږ یو آزاد او بې پرې هېواد غواړو. افغانستان په یوازې ځان نهشي کولی اقتصادي هوساینه او سوله ترلاسه کړي. له سیمهییزې همغږۍ سره مونږ کولی شو پر ستونزو بریالي شو.
په دې غونډه کې يو شمېر نورو سياسي څېرو په تېرو دوه لسيزو کې د امريکا پر پوځي حضور نيوکې وکړې او څرګندوي، چې امريکا افغانستان د مرګ و ژوبلې پر یوه ډګر بدل کړ.
اسلامي امارت ويلي، چې په دا ډول غونډو کې څرګند شوي نظریات شخصي دي. له دې وړاندې هم اسلامي امارت څو ځله ویلي، چې دوی بهرنۍ اقتصادي تګلاره لري او غواړي، چې د سیمې په اقتصادي هوساینه کې فعال رول ولوبوي. اوسنی حکومت یو ټولګډونه حکومت دی، چې ټول اړخونه په کې له ونډې برخمن دي.
تازه خبرونه
د کونړ په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳ ملکي وګړي وژل شوي – ملګري ملتونه
ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند سیمه هم د هوايي بریدونو له کبله زیانمنه شوې او د استوګنې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ او ژوبلې راپور نهدی ورکړ شوی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان ډوجاریک ويلي: د سپټمبر د یویشتم سهار مهال په کونړ ولایت کې د هوايي بریدونو له کزله لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نرینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ دي؛ وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
ډوجاریک د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) د معلوماتو له مخې، د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ اړوند سیمه هم د هوايي بریدونو له کبله زیانمنه شوې او د استوګنې یو شمېر ودانیو ته زیان اوښتی؛ خو تر اوسه په دې سیمه کې د ملکي وګړو د پام وړ مرګ او ژوبلې راپور نهدی ورکړ شوی.
هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د روان میلادي کال له پیل راپدېخوا د پولې هاخوا وسلهوالو نښتو له کبله د ملکي وګړو د مړینې او ټپي کېدا څه باندې ۱۱۰۰ پېښې ثبت کړې دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند یو ځل بیا د ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې د مخنیوي لپاره د نړیوال بشري قانون پر رعایت ټینګار کړی او څرګندوي، چې ملګري ملتونه وضعیت له نږدې څاري.
دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د دوشنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د پاکستان د پوځي رژیم لهخوا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د هوايي بریدونو راپورونه خپاره شول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) ویلي، چې په کونړ کې د هوايي بریدونو پر مهال لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نررینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ په کې شامل دي، وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
افغان چارواکو دغه بریدونه غندلي او د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار او هغه ته یې خپل رسمي اعتراض وړاندې کړی دی.
افغان چارواکو د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په پاکستان کې وسلهوالو بریدونه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.
تازه خبرونه
د روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
واخان له طبیعي ښکلا، غرنیو منظرو او ځانګړي جغرافیایي موقعیت سره د بدخشان له مهمو سیاحتي سیمو څخه ګڼل کېږي.
د روسیې د سېلانیانو ۲۲ کسیزه ډله بدخشان ولایت ته ورسېده او ټاکل شوې، چې د واخان ولسوالۍ او د دې ولایت له یو شمېر طبیعي او سیاحتي سیمو څخه لیدنه وکړي.
په بدخشان کې د افغانټور دولتي شرکت مسوول ظهورالله فخري ويلي، دغو سېلانیانو د پنجشېر له لارې کران او منجان ولسوالۍ ته ځانونه رسولي او وروسته د بدخشان سیاحتي سیمو ته تللي دي.
واخان له طبیعي ښکلا، غرنیو منظرو او ځانګړي جغرافیایي موقعیت سره د بدخشان له مهمو سیاحتي سیمو څخه ګڼل کېږي.
د مسوولانو د څرګندونو له مخې، روسي سېلانیان به د خپل سفر پر مهال د بدخشان له طبیعي منظرو او سیمو څخه لیدنه وکړي.
دغه راز افغانټور دولتي شرکت ويلي، د ۲۰۲۶ز.کال په تېرو درېمیاشتو کې یې له ۱۵۰ ډېرو بهرنيو سېلانیانو د بدخشان له تاریخي، لرغونو او طبیعي سیمو څخه د لیدنې ملتیا کړې ده.
واخان دهلیز له لوړو غرونو، طبیعي درو، یخچالونو او ځانګړي ژويو سره د افغانستان له هغو سیمو څخه دی، چې لږ پېژندل شوې دي او په وروستیو کلونو کې یې طبیعت او سیاحت ته د بهرنیو سیلانیانو پام ور اوښتی دی.
حکومتي مسوولان وايي، د سیاحت د صنعت د پراختیا، د خدمتونو د ښهوالي او د افغانستان د طبیعي، تاریخي او فرهنګي جاذبو د پېژندنې لپاره هڅې روانې دي.
تازه خبرونه
د پاکستان هوایي بریدونه به بېځوابه پاتې نهشي – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
هغه نن په یوه غونډه کې ویلي؛ د دغو بریدونو په پایله کې یو شمېر ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان په کې دي؛ «شهیدان» شوي او ټپیان دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال حیاتالله مهاجر فراهي پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه وغندل.
هغه نن په یوه غونډه کې ویلي؛ د دغو بریدونو په پایله کې یو شمېر ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان په کې دي؛ «شهیدان» شوي او ټپیان دي.
فراهي ټینګار کړی، چې د پاکستان بریدونه به د اسلامي امارت لهخوا بېځوابه پاتې نهشي او « اسلامي امارت به په مناسب وخت کې د دغو بریدونو ځواب ورکړي».
دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د دوشنبې د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د پاکستان د پوځي رژیم لهخوا د کونړ او پکتیکا ولایتونو پر ځینو سیمو د هوايي بریدونو راپورونه خپاره شول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) ویلي، چې په کونړ کې د هوايي بریدونو له کبله لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نرینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ دي، وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
افغان چارواکو دغه بریدونه غندلي او د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او هغه ته یې خپله رسمي اعتراضیه سپارلې ده.
افغان چارواکو د پاکستان هغه ادعاوې هم رد کړي، چې ګواکې په پاکستان کې د وسلوالو ډلو بریدونه د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.
-
لوبی3 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
نړۍ2 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه1 day agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی3 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ عینو مېنه او عمر ځواک ۱-۱ مساوي شول
-
تازه خبرونه22 hours agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ریاض هوايي ډګر ته څېرمه اور او لوګي؛ حوثیانو پر سعودي پلازمېنې له برید خبر ورکړ
-
لوبی2 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
