تازه خبرونه

د هرات یوولسمې امنیتي ناستې پر ټولګډونه حکومت ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۶, ۱۴۰۲)

نن ( د الیندۍ شپږمه ) د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د هرات یوولسمه امنیتي غونډه؛ افغانستان ته له بېلا بېلو اړخونو بیا کتنې تر سرلیک لاندې د یو شمېر سیاسي او علمي شخصیتونو، د بشري حقونو او مدني ټولنې هڅاندو او د سیمې هېوادونو د استازیو په شتون کې ترسره شوه.

له تېرو دوه کلونو راپدیخوا د هرات امنیتي غونډه په تاجکستان کې جوړیږي. د دې غونډې اړوند ګډونوال د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ستونزو د اواري لپاره د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتونکي شول.

دوی وايي، چې له همپالنې پرته افغانستان اقتصادي هوساینه او دایمي ثبات نه‌شي ترلاسه کولی.

په دې غونډه کې د سیمې د هېوادونو ۱۵۰ سیاسي څېرو، علمي شخصیتونو، د بشري او مدني حقونو هڅاندو( فعالانو ) برخه اخیستې وه.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو څېړنو د څانګې رییس  شرف رحیمي ويلي، هېواد یې د یوه آزاد او سوله‌ییز افغانستان غوښتونکی دی او د یوه ټولګډونه حکومت جوړول د ستونزو حل لار ده.

نوموړی وایي: مونږ د افغانستان د ټولو سیاسي قوتونو د استازیو له فعاله ونډې سره د یوه رښتیني ټولګډونه حکومت جوړول او د سولې، ثبات او سوکالۍ ترلاسه کول د افغانستان د سولې د ټینګښت اساسي عامل او ضامن ګڼو.

يو شمېر نور ګډونوال هم وايي، چې افغانستان د دايمي ثبات او اقتصادي سوکالۍ لپاره سيمه‌ييزې اجماع ته اړتيا لري او د افغانستان ګاونډيان بايد له افغانستان سره د همکارۍ په موخه دې پايلې ته رسېدلي وي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتوت د مشورتي بورد مشر رنګین دادفر سپنتا ویلي: زه د افغانستان ګاونډیانو ته وایم، چې مونږ یو آزاد او بې پرې هېواد غواړو. افغانستان په یوازې ځان نه‌شي کولی اقتصادي هوساینه او سوله ترلاسه کړي. له سیمه‌ییزې همغږۍ سره مونږ کولی شو پر ستونزو بریالي شو.

په دې غونډه کې يو شمېر نورو سياسي څېرو په تېرو دوه لسيزو کې د امريکا پر پوځي حضور نيوکې وکړې او څرګندوي، چې امريکا افغانستان د مرګ و ژوبلې پر یوه ډګر بدل کړ.

اسلامي امارت ويلي، چې په دا ډول غونډو کې څرګند شوي نظریات شخصي دي. له دې وړاندې هم اسلامي امارت څو ځله ویلي، چې دوی بهرنۍ اقتصادي تګلاره لري او غواړي، چې د سیمې په اقتصادي هوساینه کې فعال رول ولوبوي. اوسنی حکومت  یو ټولګډونه حکومت دی، چې ټول اړخونه په کې له ونډې برخمن دي.

Trending

Exit mobile version