بی بی سی پښتو
“د هغه جرم بدل کې یې ورکړم چې زما تر زېږېدو لس کاله وړاندې شوی و”
“زما تر زېږېدو لس کاله وړاندې زما پلار یو کس وژلی وو. تردې پېښې دوه کاله وروسته جرګې ددې کس د وژنې په بدل کې زموږ د یوه خپلوان لور په “بدو” کې ورکړه.
خو اته کاله وروسته چې کله زه وزېږېدم، نو د هغې جینۍ مور او پلار زما پلار ته وویل، چې اوس دي د دوی د لور پر ځای خپله لور هغو خلکو ته ورکړي. همداسې زما دې نړۍ ته تر راتګ لس کاله وړاندې – زه د خپل پلار د جرم په بدل کې په ؛بدو؛ کې ورکړل شوم”.
زرڅانګه (نوم يې بدل دی) دا وخت له پنځه اویا بیا تر اتیا کلونو پورې عمر لري. دا تر زېږېدو سمدستي وروسته په بدو کې ورکړل شوې او د نهه کالو په عمر کې يې واده شوی.
دا سپين سرې وايي “زه خپل واده ته واده نه وایم، ځکه چې زه خو لا ماشومه وم او ان د واده تر شپې پورې لا له خپلې مور سره یو ځای ویدېدم. د واده شپه يې راته نوي کالي راواغوستل، دوې د پاخه عمر ښځې راغلې او زه يې په زوره له خپل کوره وایستم”.
د پښتنو په ځينو قبیلو کې نن هم په بدو کې د ورکړل شوې ښځو په ودونو کې د عادي واده په څېر خوشالۍ نه لمانځل کېږي او تر ډېره دغه ښځې په توره شپه په چوپه چوپاهي کې د پلار له کوره ایستل کېږي.
د زرڅانګې په خبره ددې په واده کې یواځې همدا دوې پخې ښځې راغلې وې، چې دې ته يې نوې جوړه راوړې وه او نیم ساعت وروسته يې له خپل کوره په زوره وایسته.
“ما ته یاد دي، چې مخ مې لا ونه وینځه او پوه شوم، چې همدا مې واده دی. ځکه چې تردې څو ورځې وړاندې زما مور ژړاوي شروع کړې وې او اکثره به يې زه په غېږ کې ونیولم او په چیغو چیغو به یې ژړل”.
د زرڅانګې په خبره دې د واده او په بدو کې د ورکړل شويو ښځو په هکله اورېدلي وو، خو په دې نه وه خبره چې ددې واده به په نهه کلنۍ کې کېږي.
د زرڅانګې د پلار د کندهار په یوه کلي کې باغونه وو. شاوخوا نیوي کاله وړاندې ددې د پلار او د یوې بلې قبیلې د خلکو د اوبو پر وېښ جنګ شوی وو. د هغه وخت خلک وايي، چې ددې پلار په دغه جنګ کې د مخالفې ډلې یو کس وواژه.
لکه د پښتنو د نورو جګړو په څېر تردې جګړې دوه کاله وروسته روغه وشوه او د زرڅانګې یوه خپله يې ددې بدو په ورغه کې ورکړه. وخت تېرېده او اته کاله وروسته چې کله زرڅانګه دې نړۍ ته راځي، نو سمدستي يې نوم په بدو کې ورکړل کېږي.
“کله چې زه پيدا کېږم نو خپلوان مې پلار ته راځي او ورته وايي، چې مړی خو تا کړی وو، نو په بدو کې هم د دوی د لور پر ځای باید خپله لور ورکړي، ځکه چې اوس خو یې لور شته”.
تر واده وروسته د ژوند په هکله زرڅانګه وايي، چې ددې له مېړه ماسوا ټولې خسرګنۍ همدا د دوی د وژل شوي کس د وژل کېدو زمه واره بلله او د هغه د وژنې غچ به يې له دې اخیست.
“څو کاله يې ماته په څلرویشت ساعته کې یواځې یوه ډوډۍ راکوله او نور به يې هیڅ نه راکول. ماته یاد دي، چې زموږ یوې څنګلورې به کله نا کله چای او ډوډۍ زما له خسرګنۍ پټه ماته راوړه”.
زرڅانګه چې یې په بدو کې کوم کس ته کښېنولې وه، د هغه مخکې لا دوه نور ودونه هم وو او درېیمه ښځه يې زرڅانګه شوه. د نورو ډېری و پښتنو کورنیو په څېر د زرڅانګې خسرګنۍ هم یو لوی کور وو، چې درې وروڼه، خسر او خواښې له خپلو زامنو او لوڼو سره پکې اوسېدل.
د زرڅانګې په خبره که څه هم ددې مېړه دې ته ډېرې خوښۍ نه دي ورکړې، خو هغه وخت چې به يې مېړه پر کور وو، نو خسرګنۍ به يې ډېر ظلم نه ورباندې کاوو. ددې په خبره مېړه به يې له ښاره لرې په بل ښار کې خواري کښه، چې ان یونیم یا دوه کاله وروسته به کور ته راتلو.
زرڅانګه وايي، تر واده يې شاوخوا اووه کاله وروسته مشر زوی پيدا شو، چې خسرګنۍ به يې بیا هم په څلرويشت ساعته همغه یوه ډوډۍ ورکوله. دا وايي، په څلور پنځه کاله کې چې به کله د پلار کور ته راغله نو ان هلته به يې هم نه خپله ډېره ډوډۍ خوړه او نه به يې خپل ماشوم زوی ته ډېره ډوډۍ ورکوله، ځکه چې ددې په خبره وېره ورسره همدا وه، چې دواړه په ډېره ډوډۍ اموخته نه شي، ځکه چې د خسر په کور بیا نه ورته رسېږي.
“یوځل زه د خپل پلار کور ته راغلم او څو ورځې وروسته له مور سره د خپلوانو کور ته د څه وخت لپاره ورغلم. کله چې زه بېرته کور ته راغلم، نو کشرې خور مې زما زوی د تناره په غاړه ورسره کښېنولی او توده توده ډوډۍ ورکوي. ما خپلې خور ته ور ږغ کړل چې دومره ډېره ډوډۍ مه ورکوه، هسې نه په توده او ډېره ډوډۍ اموخته شي، هلته به يې بیا زه له کومه ورکوم؟ زوی مې را ږغ کړه، وايې مورې! دلته مې ډوډۍ ته پرېږده، هلته به بیا زه هم صبر وکړم”.
زرڅانګه زیاتوي، شاوخوا پنځلس کاله ددې خسرګنۍ دا وهله ډبوله او ان څو څو ځلي به يې هډوکي هم ورمات کړل. ددې په لاسونو کې نن هم ددې ټپونو داغونه ښکاري.
دغه سپين سرې وايي، په بدو کې د ورکړل شويو اکثره ښځو ژوند ډېر تریخ وي او خسرګنۍ ورباندې ډېر ظلمونه کوي، خو ددې په خبره ددې په څېر ظلمونه به ډېرو کمو ښځو ګاللي وي. دا زیاتوي، چې کله به د کور په کارونه کې ډېره ستړې شوه او د ډوډۍ غوښتنه به يې وکړه، نو په ځواب کې به يې خسرګنۍ دومره ووهله، چې بیا به څو څو ورځې نه وږې کېده.
“یوه ورځ ډېره ستړې شوم، خواښې ته مې وویل چې نن بېخي ډېره وږې یم او له لوږې مې په بدن کې سېک نشته، نو د خوړلو لپاره یو څه راکړه. خواښې مې د کور ټول نارینه راوغوښتل او ورته وې ویل، زموږ د دوښمن لور زموږ په کور کې د خوراکونو فرمایشونه کوي. تر هغه وروسته مې دوه لېورونه او د هغو زامن راباندې راولاړ شول او دومره يې ووهلم چې نن هم راته یاد نه دي، چې څو شپې بې هوشه پرته وم”.
د زرڅانګې په خبره یو ځل دا خسرګنۍ دومره ووهله، چې کوڅۍ يې ترې وکښې. دا وايي، هغه کوڅۍ يې غوټه بیا څو میاشتې وروسته خپلې مور ته راوړې، چې هغې تر کلونو کلونو له ځان سره ايښې وې.
“زما مشرې ورېندارې بیا یو وخت راته وویل، چې زما مور هغه کوڅۍ څو کاله په خپله بوخڅۍ کې ايښې وې او اکثره به يې مخ ته نیولې او ورته ژړل به يې”.
زرڅانګه نن هم په څلور پنځه کاله کې یو ځل د خپلو وروڼو کور ته راځي او هلته بیا میاشت یا دوې تېري کړي. دا وايي په دوی کې همدا دود دی، چې ودکړې ښځه د پلار یا د وروڼو کور ته په یوه یا دوه کاله کې یواځې یو ځل راځي. خپله زرڅانګه چې په بدو کې ورکړل شوې، د یوه یا دوه کاله پر ځای به په څلور پنځه کاله کې یو واري د پلار یا وروڼو کور ته راتله.
ددې په خبره تر واده يې شاوخوا پنځلس کاله وروسته خسرګنۍ سره جلا شوه او ددې مېړه هم خپل جلا کور جوړ کړ.
اته لسیزې وړاندې په بدو کې ورکړل شوې هغه ماشومه اوس د یو شمېر لمسیو او لمسیانو “انا” ده. که څه هم اوس يې ژوند ښه تېرېږي، خو زیاتوي، په تېر کې ورباندې شوي ظلمونه يې نن هم یو – یو یاد دي. “هغه ظلمونه به مې هله هېر شي، چې ډورۍ ته مې ورکښته کړي”.