تازه خبرونه

د هلمند امنيتي ځواکونه همغږي نه لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په هلمند کې د امنيتي ځواکونود نه همغږۍ له امله وسله وال مخالفين تر مرکزي سيمو پورې را رسېدلي دي.

 په مشرانوجرګه کې د هلمند د خلکو استازی شيرمحمد آخندزاده چې دې ولايت ته د يو پلاوي په ترکيب کې راغلی وايي چې په دې ولايت کې کافي ځواکونه شته او د دوی د فعالیتونو ډېره برخه د همدې ځواکونو تر منځ د همغږۍ په رامنځ ته کولو راڅرخي. هغه همدا راز وايي چې دې ولايت ته د ملېشو او قومي ډلګيو د جوړېدو له پاره نه دي راغلي.

نوموړي په هغه طرحو او پلانونو کار کړی چې له مخې يې د امنيتي ځواکونو تر منځ تر ډېره همغږي رامنځ ته شوې او ورسره په څنګ يې هغه لارې چارې هم لټولې دي چې په مارجې اود جګړې په نورو سیمو کې لومړۍ کرښې ته تازه دمي سرتېري ورسوي او پخوانيو سرتېرو ته د آرام زمينه برابره او په هرو دوه ورځو کې د لومړۍ کرښې سرتېري تغيير او تبديل کړي.

هغه وايي چې په دې لړ کې دوی ته د هلمند ګڼ شمېر اوسېدونکي او مخور په خپله خوښه راټول شوي نه يوازې يې له وسله والو مخالفينو څخه د لشکرګاه ښار د ساتلو بلکې په نورو سيمو کې يې د امنيت د ټينګولو چمتووالی ښودلی خو هغه ټينګار کوي چې دوی په دې ولايت کې د ملېشو د جوړولو موخه نه لري او نه هم د قومي ډلګيو د جوړولو له پاره چاته اجازه ورکوي.

هغه که څه هم په دې ولايت کې د مېشتو کورنيو سرتېرو شمېر په ډاګه نه کړ خو زياته يې کړه چې په دې ولايت کې کافي سرتېري شته چې حتی نورو ولایتونو ته يې هم د مرستې په توګه لېږلی شي خو تر ټولو مهمه داده چې بايد تر منځ يې اوږد مهاله همغږي رامنځ ته او په سالمه توګه رهبري کړای شي.

خبريال: نعمت الله زهير

Trending

Exit mobile version