سیمه ییز خبرونه

د هلمند د اوسيدونكي نوراحمد نومي لاس د طالبانو په زندان كې پرې شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د لوى باغ اوسيدونكى  نوراحمد،  چې ۲۶ كاله عمرلري وايي:

د پاكستان په  كوټه كې مې د وسلوالو طالبانو په زندان كې  يوه نيمه مياشت له سختو كړاوونو سره تېره كړې ده.

هغه زياتوي:

په داسې خونه كې زنداني  و، چې له بېلابېلوحشراتو څخه ډكه وه.

نوراحمد وايي، چې:

څه موده وړاندې له هلمند څخه كوټې ته د معدې د ناروغۍ د درملنې په موخه تلى وم. له درملنې وروسته له څلور تنو افغان طالبانو راڅخه وغوښتل، چې شپه ورسره په مدرسه كې تېره بيا د افغانستان پر لوري ولاړ شم؛ خوهلته يې په داسې تلخونه كې بندي كړم، چې له هرډول حشراتو ډكه او لاس يې راته په زنځير پر  ديوال پورې وتاړه.

هغه وايي، چې:

لاس مې ټينگ تړل شوى و، ډوډى يې نه راكوله او په ځاى يې د نيشې پېچكارۍ رالگولې، چې په همدې ډول مې يوه نيمه مياشت تېره او بيا د پاكستان د پوځ په يوه چاپه كې، چې يو بل تن هم راسره بندي و راخوشې شو.

په همدې حال كې د نوموړي پلارمستري خدايداد وايي، چې:

له چاسره شخصي دښمني نه لرم او زوى مې په دې نامه طالبانو نيولى و، چې زه د نادعلي د ولسوال سكرتر او په سيمه كې مې  سيمه ييزپوليس جوړكړي دي.

هغه وايي، چې په دې به خوښ وم، چې د زوى مړى مې ليدلى واى؛ خو نه دا،  چې له هغه څخه يې يو لاس په ډېره بې رحمۍ غوڅ  او پرې كړى دى.

Trending

Exit mobile version