تازه خبرونه
د هلمند سیند په اوبو کې د افغانستان او ایران د حق لپاره ګډه کاري ډله جوړه شوه
ایراني رسنیو خبر ورکړ، چې د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د حق ارزونې لپاره د افغانستان او ایران د چاپېریال ساتنې د چارواکو لومړنۍ ګډه کاري ډله جوړه شوه.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا په راپور کې راغلي؛ له څو کلونو راپدیخوا د افغانستان له هلمند سیند څخه د ایران سیستان او بلوچستان ته اوبه نهدي رسېدلي، چې د سیمې د خلکو د ژوندانه لپاره یې ستونزې رامنځته کړې دي.
په ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال کې د ایران او افغانستان د شاهي حکومتونو ترمنځ د اوبو د هوکړې له مخې: ایران حق لري، چې د هلمند له سیند څخه په کال کې ۸۲۰ میلیون متر مکعبه اوبه ترلاسه کړي؛ خو ایراني چارواکو ویلي، چې دغه هېواد ته تېر کال یوازې ۲۷ میلیون متر مکعب اوبه رسېدلې دي.
د ایراني چارواکو له ادعاوو وروسته، چې اسلامي امارت د دوی حق ته ژمن نهدی؛ اسلامي امارت د ایران یوه پلاوي ته اجازه ورکړه، چې د هلمند سیند د اوبو وضعیت له نږدې وارزوي.
د ایران تخنیکي پلاوي د هلمند له دهراود څخه له لیدنې وروسته د وچکالۍ د اغېزو له کبله د اوبو بهیر د عادي کال پر پرتله کم ارزولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم ایران ته د خپل وروستي سفر پر مهال ویلي وه؛ وچکالۍ د سیمې په ځانګړي توګه د افغانستان د اوبو پر سرچینو ناوړه اغېز کړی، چې له کبله یې د ځمکې سطحي او لاندني اوبه د پام وړ کمې شوې دي.