تازه خبرونه

د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د حق په اړه خبرې مثبتې پایلې ته رسېدلي – محمد دهقان 

Published

on

(Last Updated On: زمری ۹, ۱۴۰۲)
د ایران د ولسمشر حقوقي مرستیال ویلي، چې د هلمند سیند د اوبو په اړه له اسلامي امارت سره خبرو ښه پایله ورکړې او د ایران د بهرنیو چارو او انرژۍ وزارتونو مثبت ځواب هم ترلاسه کړی دی.
د ایران د ولسمشر حقوقي مرستیال محمد دهقان له شفقنا سره په خبرو کې ويلي: په لومړي سر کې، چې مونږ د هیرمند (هلمند) په اوبو کې د خپل حق د خوندي کولو په اړه له ستونزو سره مخ شوو؛ حقوقي مرستيالۍ په دې اړه کاري او حقوقي راپورونه وړاندې کړل.
نوموړی وایي: له هغې وروسته، چې د بهرنيو چارو وزارت او د برښنا (انرژۍ) وزارت د هیرمند (هلمند) په اوبو کې د حق څارلو ته پاملرنه راواړوله؛ نو پر بنسټ يې بهرنیو چارو وزارت ته د افغانستان له اوسنۍ واکمنې ادارې سره د خبرو اترو ترسره کېدا وسپارل شوه.
هغه ویلي: په ښکاره د هلمند په مسله کې د بهرنیو چارو او انرژۍ وزارتونه مثبتې پایلې ته رسېدلي او له مخامخ لوري سره خبرو اترو خپل ځواب ورکړی دی.
محمد دهقان د دغو پایلو په اړه جزئیات ورنه‌کړل؛ خو وایي: غوره ده، چې د برښنا (انرژی) وزارت د وروستي وضعیت او پایلو په اړه وضاحت ورکړي.
له دې مخکې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي وه، چې د ایران له څارنې سره – سره تر اوسه افغان لوري کوم عملي ګام پورته کړی نه‌دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د چنګاښ پر ۱۹ نېټه څرګنده کړې وه، چې اسلامي امارت د اوبو حق ورکولو ته ژمن او مسوول دی؛ خو تر دې دمه له څارلو سره – سره کوم اقدام نه‌دی شوی.
اسلامي امارت تل ویلي، چې د ۱۳۵۱ لمریز لېږدیز کال د تړون له مخې د ایران حق ورکوي؛ خو افغانستان اوس پوره اوبه نه‌لري.

Trending

Exit mobile version