تازه خبرونه

د هلمند لښکرګاه ته د طالبانو له ننوتو سره خلکو تېښته کړې

Published

on

Reuters
(Last Updated On: تله ۲۰, ۱۳۹۹)

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې دننه د وسلوالو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ درنده جګړه روانه ده.

له تېري يوې اوونۍ راپدیخوا د هلمند په ګرشک، نادعلي، ناوې، مارجې ولسواليو او د لښکرګاه په باباجي سيمه کي وسلوالو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر مرکزونو درانده بريدونه پيل کړي، چي په کي يې لسګونه پوستې هم وسلوالو طالبانو نيولي دي.

په هلمند ولايت کي مدني فعالانو ويلي؛ د تېرې شپې را پدیخوا يو شمېر امنيتي پوستې سقوط شوي او امنيتي ځواکونو سيمې هم پرېښي، چي له دې سره امنيتي کمربند تر لښکرګاه ښاره را نږدې شوى دى.

د هلمند د مدني فعالان د څرګندونو له مخې؛ امنيتي وضعت دومره ترينګلى دى، چي امنيتي ځواکونو ډېرې پوستې خوشي کړي او له کندهار سره د هلمند لویه لار هم تړل شوې ده.

دوى وايي، که تر سبا پوري حالت کنترول نشي ولايت به سقوط وکړي.

د هلمند والي ويلي؛ د وسلوالو طالبانو د ځپلو په موخه يې عمليات پيل کړي، چي په کي لږ تر لږه ٢٠٠ وسلوال وژل شوي دي.

د هلمند والي تورنجرال محمد ياسين خان مني، چي وسلوالو طالبانو پر امنيتي ځواکونو بريدونه زيات کړي؛ خو وايي، چي د دې بريدونو د مخنيوي لپاره يې د وسله والو پر ضد عمليات پيل کړي دي، چي په تېرو لس ورځو کي يې په هوايي او ځمکنيو بريدونو کي ٢٠٠ وسله وال وژلي دي.

د والي په خبره؛ په دې جګړه کي يو شمېر هغه وسلوال طالبان هم برخه لري، چي څه موده وړاندي له امريکا سره د سولي د تړون له مخي خوشي شوي دي.

د دې ولايت د اوسيدونکيو د څرګندونو له مخې: که مرکزي حکومت په هلمند کي خراب امنيتي حالت کنټرول نکړي؛ نو د ٢٠١٦ کال په څير به يو ځل بيا د هلمند ډېرى سيمي د دولت له واکه ووځي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هلمند والي محمد یاسین خان د یکشنبې پر شپه په ډاګه کړې، چې د هلمند لپاره د طالب والي مرستیال مولوي غفور، چې د جګړې رهبري کوله؛ نن ماښام د نهر سراج په ولسوالۍ کې د ملي امنیت لخوا نیول شوی دی.

Trending

Exit mobile version