سیمه ییز خبرونه

د هلمند ولايت نادعلي ولسوالى ته د بيات بنياد د مرستولړۍ وغزيده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالى كې لسگونه كورنيو ته د بيات بنياد خوراكي توكي او شړۍ ووېشل شوې.

د دې ولسوالى اوسيدونكيو له بيات بنياد څخه مننه كړې او له نورو مرسته كوونكيو بنسټونو هم د  ورته گام  پورته كولو غوښتنه كوي.

دغه مرستې، چې د بيات بنياد لخوا چمتوشوې وې د شنبې په ورځ(د كب۱۹) د نادعلي ولسوالى په شنه كلي كې پر شاوخوا سل كورنيو، چې هرې كورنى ته پنځوس كيلوگرامه اوړه، شل كيلوگرامه وريجې او يوه يوه شړۍ  ووېشل شول.

د دې مرستو د وېش پرمهال د نادعلي ولسوالى مرستيال محمد اسحاق آريانا تلويزيون ته وويل، چې په يادو كورنيو كې د دې ولسوالۍ بېوزلي شامل دي او دې ډول مرستو ته يې ډېره اړتيا درلوده.

د نوموړي په وينا، بيات بنياد نه يوازې دا ځل په هلمند كې له بېوزلو كورنيو سره مرسته كړې، بلكې وړاندې يې هم په دې برخه كې گامونه پورته كړي دي.

په همدې حال كې د نوموړې سيمې يو شمېراوسيدونكي، چې يادې مرستې يې ترلاسه كړي له بيات بنياد څخه مننه كوي او له نورو مرسته كوونكيو هم غوښتنه هيله لري، چې له بېوزلو او غريبوكورنيوسره مرسته وكړي.

د يادونې وړده، چې بيات بنياد د هېواد په گوټ گوټ كې نه يوازې بېوزلو او ځپل شويو كورنيو ته بشري مرستې رسولي، بلكې د پوهنې، روغتيا او په نورو برخوكې يې هم د پام وړمرستې ترسره كړې دي.

Trending

Exit mobile version