سیمه ییز خبرونه
د هلمند په شمالي ولسوالیو کې گډ عملیات پیليږي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د هلمند چارواکي وایي، ډېر ژر به د هلمند ولایت په شمالي ولسوالیو کې د افغان او ناتوځواکونو گډ عملیات پیل شي.
د هلمند والي ویاند عمر ځواک وایي:
دا عملیات به د شمالي ولسوالیو په ځانگړې توگه د سنگین ولسوالۍ د چاڼولو په موخه تر سره شي.
شاوخوا درې میاشتې وړاندې څه نا څه اته سوه وسلوالو طالبانو پر سنگین ولسوالۍ برید وکړ او له هماغهوخته د جگړو او تاوتریخوالي لمن موسی کلا، نوزاد، کجکي او مارجې ته پراخه شوه.
د هلمند چارواکي وایي، په دې نښتو کې شاوخوا اته سوه وسلوالو ته مرگ و ژوپله اوښتې ده.
د ملِ حکومت له رامنځته کیدو او د امریکا په مشرۍ د ناتو له غړیو هېوادونو سره د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته دا به په هلمند کې لومړني گډ عملیت وی، چې له تر سره کولو یې خبر ورکول کیږي.