سیمه ییز خبرونه

د هلمند په كجكې ولسوالۍ كې ۱۴۰ متره پخوانۍ پل د ړنگيدو له گواښ سره مخ دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هلمند د كجكي ولسوالى چارواكي وايي، چې:

په تيرو۱۱ كلونو كې په دې ولسوالى كې د بيارغونې اوپرمختگ هيڅ ډول كارنه دى تر سره شوى او اوسيدونكي يې دا مهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

د كجكي ولسوال عبدالرازق  مظلوميار وايي، چې:

ياد شوى پل شاوخوا څلوېښت كاله وړاندې د هلمند پر سيند، چې ۱۴۰ متره اوږدوالى لري جوړشوى؛ خو دا مهال ورباندې غټ باروړونكي موټر تگ او راتگ نه شي كولى. كه  ورته پاملرنه ونه شي ښايي د شمالي هلمند اړيكې له جنوبي هلمند سره پرې او ناامني به هم  ورسره زياته شي.

هغه وايي، چې:

شپږكاله وړاندې ياد شوي پله ته دوه نيم ميليون امريكايي دالره بوديجه منظورشوې وه؛ خود نه پاملرنې او امنيتي ستونزو له كبله ياده پروژه پاته شوه، چې دا مهال په ياده ولسوالۍ كې د پرمختگ چارې هم پرې ټكنى شوې دي.

بل پلود كجكي ځينې اوسيدونكي وايي، چې:

د پله د خرابوالي له كبله خوراكي توكي هم په كوچنيو موټرو كې ليږدوو، چې دا د سيمې لپاره لويه ستونزه ده.

دوى له دولت څخه غوښتنه كوي، چې د كجكي خلك تېرو جگړو سخت ځپلي، د خلكواقتصادي كچه ټيټه او پرمختيايي چاروته ډېره اړتيا  تر سترگو كيږي.

د يادونې وړ ده، چې د كجكي ولسوالۍ چارواكو تېره اوونۍ په ډاگه كړې وه، چې  د دې ولسوالۍ د برېښنا توربينونه هم د چارواكو پاملرنه غواړي.

Trending

Exit mobile version