سیمه ییز خبرونه
د هلمند په لښكرگاه كې پر ځانمرگي بريد څلورولسي وگړي ووژل شول
دا بريد نن د شنبې په ورځ ( د اسد په ۵) د دولس بجو په شا و خوا كې د لښكرگاه ښار د مخابراتو رياست مخې او كابل بانك نماينده گۍ ته نږدې هغه مهال رامنځته شو، چې د ملي اردو د سرتېرو لخوا ورته د دريدو امر وشو.
چارواكي وايي، چې:
په دې چاودنه كې د ولسي وگړيو، پوليسو او ملي اردو د سرتېرو په گډون ۲۱ تنه هم ټپيان شوي دي.
د بريد مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستى دى.
د هلمند د والي وياند محمد داود احمدي وايي، چې:
په دې بريد كې څلورولسي وگړي، چې دوه په كې ماشومان، يوه نجلى او بل سړى دى وژل شوي اوشپږ ولسي وگړي، پېنځه پوليس او۱۰تنه د ملي اردوسرتېري ټپيان شوي دي.
د احمدي په وينا :
ټپيان پخپل وخت روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړدى.
د دغه بريد تر سره كول وسله وال طالبان مني.
د طالبانو سيمه ييز وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې:
بريد د احمد مبارز په نوم د يوه طالب لخوا د موټرپر مټ شوى، چې په كې يې گڼ شمېر دولتي سرتېري وژلي دي.
