1393ټاكنې
د هلمند په مارجه كې خلكو له نوماند سياف څخه ملاتړ څرگند كړ
د هلمند د مارجې ولسوالۍ سلگونه اوسيدونكيو د ولسمشرۍ له نوماند عبدالرب رسول سياف څخه خپل ملاتړاعلان كړ.
د دوشنبې په ورځ(د وري۴) د هلمند په مارجه كې د سلگونه اوسيدونكيو په گډون په يوه جوړه شوې كې گډونوالو عبدالرب رسول سياف د ولسمشرۍ لپاره وړشخصيت وباله.
په دې غونډه كې گډونوالو وويل، چې استاد عبدالرب رسول سياف د جهاد په ډگركې د هېواد لپاره ډېرخدمتونه ترسره كړي؛ نو له همدې كبله د راتلونكې ولسمشرۍ لپاره مو سياف غوره كړى او خپلې رايې به دده په گته وكاروو.
د دوى په وينا، دغه ولسوالي په تېروجگړو كې ډېره ځپل شوې او ډېري اوسيدونكي يې بېوزلي دي، چې ښاغلى سياف بايد د برياليتوب په صورت كې دې ولسوالۍ ته ډېره پاملرنه وكړي.
دغه اوسيدونكي زياتوي، چې د ولسمشرۍ د نورو نوماندانو هم درناوى كوي؛ خود ولسمشرۍ په راروانو ټاكنو كې به نه يوازې خپلې رايې ښاغلي سياف ته وركړي، بلكې د هلمند نور اوسيدونكي به هم وهڅوي ، چې له نوموړي ملاتړ وكړي.
دا په داسې حال كې ده، چې راروانې ټاكنې ورځ تربلې رانږدې كيږي؛ خو تردې مهاله يوازې د ولسمشرى د شپږ نوماندانو د ټاكنيزو كمپاينونو دفترونه پرانيستل شوي دي.