تازه خبرونه

د هلمند ځينې برخې له وسلوالو طالبانو پاکې او چاڼیز عملیات روان ساتل شوي- دفاع وزارت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۷, ۱۳۹۹)

د افغانستان دفاع وزارت د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې د هلمند د نادعلي او ناوې ولسوالۍ ګڼې سیمې د افغان ځانګړیو ځواکونو په روانو عملیاتو کې له طالب جنګیالیو پاکې شوي او په نورو سیمو کې چاڼیز عملیات روان دي.

د دغه وزارت په وینا دغه عملیات د دوشنبې پر ورځ د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې له هغې وروسته پیل شوي، چې څه نا څه ۱۵ ورځې وړاندې د دې ولایت ګڼې سیمې د وسلوالو طالبانو لاس ته لوېدلې وې.

دغه وزارت څرګنده کړې، چې د عملیاتو په لړ کې لږ تر لږه ۱۰۰ طالب جنګیالي وژل شوي او ټپیان دي.

حکومتي چارواکو ویلي، چې لسګونه بهرني جنګیالي په ځانګړي ډول پاکستاني جنګیالي د هلمند په جګړه کې ښکېل دي، چې طالبانو دا څرګندونې رد کړې دي.

دفاع وزارت د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې دې ولایت ته نوي ځانګړي ځواکونه استول شوي دي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ زمونږ عملیات، چې د دوشنبې پر ورځ پیل شوي؛ د بولان، ناوې او نادعلي په سیمو کې پرمختګ رامنځته شوی دی. په دې عملیاتو کې مونږ ته زیان ندی اوښتی، یوازې  درې سرتېري لږ څه ټپیان دي.

د وسلوالو ځواکونو د لوی درستیز دفتر ویلي، چې دا ځواکونه به د اړوند سیمو اوسیدونکیو لپاره ښه امنیت چمتو کړي.

د جګړې له کبله بې ځایه شويو خلکو ویلي، چې دوه اوونۍ دمخه طالبانو هغه سیمه ونیوله، چې دوی په کې اوسیدل او بیا اړ شول، چې تښتیدلي او لښکرګاه ښار ته کډوال شوي دي.

د اړوند سیمو یو اوسیدونکی ویلي؛ اوس افغان ځواکونو زموږ اړوند سیمې بېرته نیولي او له طالبانو یې پاکې کړې او مونږ بېرته خپلو کورونو او سیمو ته ستنیږو.

تېره اوونۍ د طبیعي پېښو پروړاندې د مبارزې وزیر غلام بهاوالدین جیلاني ویلي، چې دوی په هلمند کې د جګړو له کبله زیانمن شويو خلکو ته د اړتیا وړ ۲۰ میلیون افغانۍ ځانګړې کړې دي.

د هلمند د چارواکو په وینا؛ له ۵۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰  پورې بې ځایه شوي خلک ثبت شوي دي.

افغان ځانګړیو ځواکونو، چې د سې شنبې پر شپه یې په نښتو کې برخه اخیستې ویلي، چې دوی د طالبانو په وړاندې پرمختګ کړي؛ نه یوازې وژل شوي، بلکې شاتګ ته هم اړ شوي دي.

د یکشنبې پر ورځ د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي غفور، چې د راپورونو له مخې یې په دې ولایت کې د حکومتي ځواکونو په وړاندې د وروستۍ جګړې رهبري کوله؛ د امنیتي ځواکونو لخوا د نهر سراج په ولسوالۍ کې نیول شوی دی.

په هلمند کې وروستیو شخړو په ملي او نړیواله کچه اندېښنې راپورته کړې او د ښکېلو لوریو جګړه په پراخه کچه غندل شوې ده.

راپورونو په ډاکه کړې، چې د دواړو خواوو تر منځ شخړې د دې لامل شوي، چې دواړه خواوې د منځګړیتوب منلو ته غاړه کیدي.

په هره توګه روان تاوتریخوالي ډېري خلک اندېښمن کړي دي او د سې شنبې پر ورځ یوناما هم په یوه نوي راپور کې څرګنده کړه، چې که څه هم د سږکال په لومړیو نهو میاشتو کې د ملکي تلفاتو ټول شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله شاوخوا ۳۰ راټیټ شوی؛ خو ځاني زیانونه یې اړولي، چې دا هم غوني ځیږوونکې ده.

 

په خپل وروستي دري میاشتني راپور کې یوناما د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له لومړۍ څخه تر سپتمبر پورې ۵۹۳۹ ملکي تلفات مستند کړي، چې ۲۱۱۷ په کې وژل شوي او ۳۸۲۲ نور ټپیان دي.

یوناما ویلي، چې په تېرو وروستيو درې میاشتو کې د هلمند د جګړې په ګډون په ننګرهار، لغمان او غور کې یو لړ بریدونه او د هوایي برید سره تخار او یو ځانمرګي برید چې په کابل کې یې ملکي وګړي په نښه کړل له ۴۰۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان دي.

طالبانو دغه راپور رد کړی او ویلي یې دي، چې دا یو طرفه راپور دی او ملکي خلکو ته په هوایي بریدونو کې ځاني زیانونه اوښتي دي.

د سولې د خبرو د ځنډیدو موضوع د افغانستان د نړیوالو همکارانو اندېښنې هم راپورته کړي او د سې شنبې پر ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحې ته تللی، چې هلته به هغه د خبرو اترو له پلوویو سره وګوري او د تاوتریخوالي هغه کچه راټیټ کړي، چې په کې ملکي وګړي د مرګ و ژوبلې زغملو ته اړ ایستل شوي.

د اسلامي همکاریو سازمان عمومي سکرتریت هم د سې شنبې پر شپه په جګړه کې له ټولو ښکېلو غاړیو بیا وغوښتل، چې د سولې په خبرو کې بریالۍ پایلې ته پر رسیدو راوڅرخي.

دوی په افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستی زیاتوالي په کلکه غندي او وایي، چې دې کار د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ تلفات اړولي دي. دوی له ټولو ښکېلو اړخونو وغوښتل، چې تاوتریخوالی کم کړي ، ژر تر ژره اوربند اعلان کړي او خبرو اترو ته لاره اواره کړي، چې ټولګډونه سولې او تلپاتې پخلاینې ته لار اواره او خنډونه لرې شي.

د او آی سي عمومي منشي داکتر یوسف او الاثیمین د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ څرګند کړ او د مکې مکرمې د اعلامیې پر اهمیت یې ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د سولې او امنیت لپاره د خبرو، پخلاینې او زغم غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دوحه کې د افغان حکومت د استازیو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ځنډیدلو بېلابېلې اندېښنې رامنځته کړي او تاوتریخوالی هم ورسره ډېر شوی دی.

Trending

Exit mobile version