تازه خبرونه
د هندوستان د کرکت نومیالی لوبغاړی له راشد خان سره د لیدنې غوښتونکی شو
د افغانستان غوره توپ اچوونکي راشد خان د سږ کال په آی پی ایل سیالیو کې د حیدر آباد سنرایزر لوبډلې ته په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه، چې ځینو مینه والو یې د کال غوره توپ اچوونکی نومولی دی.
د هند نومیالۍ پېژندل شوې څېرې د راشد خان مینه وال او ملاتړي ساچن تندولکر نوموړی ستایلی او ځانګړتیا یې خوښه کړې ده.
راشد د نړۍ ښه توپ اچوونکی دی. ما هیڅکله له هغه سره لوبه نده کړې؛ خو څه، چې ما د هغه په اړه لیدلي او اوریدلي د توپ اچونې پر مهال د هغه د توپ بدلونې هنري ځانګړتیا ده، چې ډېر لږ توپ اچوونکي وررسیدلی شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ فکر نشو کولی، چې د نړۍ غوره توپ اچوونکی به یې څنګه اچوي. ما هیڅکله له هغه سره لوبه نده کړې. کله یې، چې وینم؛ دا هغه اند دی، چې زه یې د نوموړي په اړه لرم.
ساچن تندولکر دا هم ویلي، چې هیله من دی، چې د لوبو په ډګرونو کې له راشد خان سره مخ شي، چې په لوبه کې د توپ اچونې څرنګوالی یې له نږدې وویني.
د هندي کرکت دغه ستوري څرګنده کړې؛ دا مهمه ده، چې توپ په کومه بڼه ونیول شي. توپ اچونکي د خپل توپ د اچونې بڼه پټه ساتي؛ خو څه، چې دوی پټولی نشي هغه د توپ اچونه ده.
نوموړي زیاته کړې؛ دا کار په چټکۍ تر سره کیږي، خو ځینې وختونه توپ اچونه، چې تاسې به ورته په تمه وئ لږ څه ځنډنۍ تر سره کیږي. زه به د راشد خان منډه او د توپ اچونه به وګورم.
ساچن تندولکر زیاته کړې؛ تاسې په هوا کې د توپ له تاویدنې پوهیږئ، ځکه ما له هغه سره لوبه نده کړې او همدا علت دی، چې زه نشم کولی تاسې یې د توپ اچونې له بڼې خبر کړم.
هو! تاسې ور سره له لوبې پرته نه پوهیږئ. شاید زه له هغه څخه غوښتنه وکړم، چې ډګر ته راووځي او ما د توپ اچونې پر بڼه وپوهوي.
د سې شنبې پر ورځ حیدر آباد سنرایزر له دیلي کپیتل سره لوبه وکړه، چې د لوبې په اووه توپونو کې یې د سیال ې لوبډلې لوبډلې درې لوبغاړي له ډګره وویستل او سنرایزر لوبډلې د ۸۸ منډو په توپیر د دیلي لوبډله ماته کړه.
تازه خبرونه
د افغانستان د سوداګرۍ وزیر په ترمذ کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره ولیدل
په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په ترمذ ښار کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهیوف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
ازبک چارواکو په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه او افغان پلاوي د ازبکستان له چمتووالي هرکلی وکړ او د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې د پراختیا لپاره یې د اړینو آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.
په دې لیدنه کې د بلخ والي محمد یوسف وفا او په تاشکند کې د افغانستان سفیر عبدالغفار بحر هم ګډون کړی و.
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ له دې مخکې هم ورته خبرې شوې دي.
تازه خبرونه
«غیرشرعي» غوښتنې نهمنو- د اسلامي امارت رهبر
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبةالله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده وايي، «غیرشرعي» غوښتنو ته به مثبت ځواب ورنهکړي او د «ناوړه فرمایشونو» پر ځای د خلکو الهي او دیني حقونو ته ژمن دی.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبةالله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.
هغه یو ځل بیا پر یووالي او اطاعت ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي؛ د هغه څه تر اغېز لاندې رانشي، چې نوموړي د «دښمنانو ناسم تبلیغات» بللي دي.
نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د اسلامي نظام ملاتړ وکړي، د دغه نظام د مخالفانو پر تبلیغاتو ونهغولېږي او د دیني عالمانو او مشرانو درناوی وکړي.
هغه پر یووالي، اتفاق، ورورولۍ او اطاعت هم ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د کندهار ولایت یو شمېر لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو هم ګډون کړی و.
ویل کیږي، چې د غونډې په پای کې د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو رسمګذشت هم ترسره شو او پرمختللې پوځي وسلې او تخنیکي وسایط نندارې ته وړاندې شول.
تازه خبرونه
ایران کولی شي په افغانستان کې له مهمو اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي – عراقچي
دغه راز هغه د ایران او افغانستان ترمنځ روغتیايي ګرځندوی ظرفیتونو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغان وګړو لپاره د ویزو په صادرولو کې کوم خنډ نهلري او چمتو دی، چې د روغتیايي ګرځندوی لپاره د ویزو د ورکړې بهیر آسانه کړي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ګاونډ هېوادونه د بندیزونو په شرایطو کې د دغه هېواد له مهمو اقتصادي ظرفیتونو څخه بللي او د اقتصادي او سیمهییزو همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.
عراقچي د رضوي خراسان ولایت د ګرځندوی او لاسي صنایعو د پانګهوالو په ځانګړې غونډه کې ویلي، چې ګاونډ هېوادونه په اوسنیو شرایطو کې د ایران په بهرنۍ تګلارې او اقتصادي همکاریو کې د دغه هېواد «تر ټولو ستر فرصت» بلل کېږي.
دغه راز هغه د ایران او افغانستان ترمنځ روغتیايي ګرځندوی ظرفیتونو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغان وګړو لپاره د ویزو په صادرولو کې کوم خنډ نهلري او چمتو دی، چې د روغتیايي ګرځندوی لپاره د ویزو د ورکړې بهیر آسانه کړي.
عراقچي زیاته کړې؛ د روغتیايي ګرځندوی لپاره باید ځانګړي سیسټمونه او روښانه بهیرونه رامنځته شي، چې وړ کسان وکولی شي پر ډېرو آسانیو ایران ته ولاړ شي او د بهرنیو چارو وزارت هم په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د ایران بهرنیو چارو وزیر همداراز د اقتصادي ستونزو د اواري لپاره د ولایتونو پر واکونو د زیاتولو ټینګار کړی او څرګندوي؛ د دغه هېواد ولسمشر هم د ولایتونو د واکونو پر پراخولو ټینګار کوي، چې ستونزې په سیمهییزه کچه په چټکۍ او د ښه پوهاوي له مخې اوارې شي.
عراقچي د«ولایتي ډیپلوماسۍ» تجربې ته په نغوته کې ویلي، چې د ایران او ګاونډ هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمو کې پر ولایتي کچه آسانه او چټکې اوارېدای شي.
هغه زیاته کړې، که د رضوي خراسان او افغانستان ترمنځ پر پوله کومه ستونزه رامنځته شي؛ د دواړو خواوو د سیمهییزو چارواکو له لارې یې اوارول کابل او تهران ته د موضوع له لېږدولو او د دواړو پلازمېنو ترمنځ د خبرو له پیلولو آسانه کېدای شي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بانک ویزهکارت او نوی«حسابپی » کاریال نندارې ته وړاندې کړ
-
تازه خبرونه5 days agoپه بغلان کې د اوبو پر سر شخړه؛ څلور کسان ووژل شول
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپر بېړیو تازه بریدونه؛ د ایران او امریکا خبرې بیا له خنډ سره مخ شوې
-
تازه خبرونه5 days agoد اوبو کمښت او بېسارې تودوخې پر کرنې فشار زیات کړی – افایاو
-
تازه خبرونه4 days agoمولانا فضل الرحمن په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت جوړېدونکو مراسمو ته وبلل شو
-
لوبی4 days agoافغان کرکټ لوبډلې د نوې ریکارډ پر ثبتولو له ایرلینډ څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله
-
تازه خبرونه2 days agoتاجکستان له هوايي حریم څخه د سرغړونې له کبله افغانستان ته اعتراضي یادښت واستاوه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان راتلونکی له هراړخیز پرمختګ او پرلهپسې نړیوال تعامل سره تړلی دی – یوناما
