تازه خبرونه

د هندوستان د کرکت نومیالی لوبغاړی له راشد خان سره د لیدنې غوښتونکی شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۱, ۱۳۹۹)

د افغانستان غوره توپ اچوونکي راشد خان د سږ کال په آی پی ایل سیالیو کې د حیدر آباد سنرایزر لوبډلې ته په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه، چې ځینو مینه والو یې د کال غوره توپ اچوونکی نومولی دی.

د هند نومیالۍ پېژندل شوې څېرې د راشد خان مینه وال او ملاتړي ساچن تندولکر نوموړی ستایلی او ځانګړتیا یې خوښه کړې ده.

راشد د نړۍ ښه توپ اچوونکی دی. ما هیڅکله له هغه سره لوبه نده کړې؛ خو څه، چې ما د هغه په ​​اړه لیدلي او اوریدلي د توپ اچونې پر مهال د هغه د توپ بدلونې هنري ځانګړتیا ده، چې ډېر لږ توپ اچوونکي وررسیدلی شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ فکر نشو کولی، چې د نړۍ غوره توپ اچوونکی به یې څنګه اچوي. ما هیڅکله له هغه سره لوبه نده کړې. کله یې، چې وینم؛ دا هغه اند دی، چې زه یې  د نوموړي په اړه لرم.

ساچن تندولکر دا هم ویلي، چې هیله من دی، چې د لوبو په ډګرونو کې له راشد خان سره مخ شي، چې په  لوبه کې د توپ اچونې څرنګوالی یې له نږدې وویني.

د هندي کرکت دغه ستوري څرګنده کړې؛ دا مهمه ده، چې توپ په کومه بڼه ونیول شي. توپ اچونکي د خپل توپ د اچونې بڼه پټه ساتي؛ خو څه، چې دوی پټولی نشي هغه د توپ اچونه ده.

نوموړي زیاته کړې؛ دا کار په چټکۍ تر سره کیږي، خو ځینې وختونه توپ اچونه، چې تاسې به ورته په تمه وئ لږ څه ځنډنۍ تر سره کیږي. زه به د راشد خان منډه او د توپ اچونه به وګورم.

ساچن تندولکر زیاته کړې؛ تاسې په هوا کې د توپ له تاویدنې پوهیږئ، ځکه ما له هغه سره لوبه نده کړې او  همدا علت دی، چې  زه نشم کولی تاسې یې د توپ اچونې له بڼې خبر کړم.

هو! تاسې ور سره له لوبې پرته نه پوهیږئ.  شاید زه له هغه څخه غوښتنه وکړم، چې ډګر ته راووځي او ما د توپ اچونې پر بڼه وپوهوي.

د سې شنبې پر ورځ حیدر آباد سنرایزر له دیلي کپیتل سره لوبه وکړه، چې د لوبې په اووه توپونو کې یې د سیال ې لوبډلې لوبډلې درې لوبغاړي له ډګره وویستل او سنرایزر لوبډلې د ۸۸ منډو په توپیر د دیلي لوبډله ماته کړه.

Trending

Exit mobile version