نړۍ
د هندوستان یو توغندی په پاکستان کې لګېدلی – راپور
هند پرون (جمعه د کب ۲۰ ) څرګنده کړې، چې پر پاکستان یې یو اشتباهي توغندی توغولی دی.
د رویټرز د هندي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ دغه توغندی د ساتنې او څارنې په بهیر کې د تخنیکي نیمګړتیاوو له کبله توغول شوی دی.
د هندي چارواکو ویلي: مونږ پوهیږو، چې دغه توغندی په پاکستان کې لګېدلی دی. پېښه خواشینوونکې ده؛ خو د خوښۍ ځای دی، چې ځاني زیان یې رامنځته کړی ندی.
پاکستانيو چارواکو په خپله خاوره کې د هندي توغندي لګېدل تائید کړي او څرګندوي، چې په پېښه کې چا ته زیان ندی رسېدلی.
د پاکستان پوځ ویاند بابر افتخار ویلي، د پاکستان د هوايي ځواک دفاعي سیسټم د هند له سیرسای ښاره له پولې څخه شاوخوا ۱۰۴ کیلومټره لرې وموند او پرلپسې یې تر څارنې لاندې ونیوه.
هغه زیاته کړې: دې توغندي ناڅاپه خپله مخه د پاکستان لوري ته راواړوله او د پاکستان له هوايي حریم یې سرغړونه وکړه، چې د چینو په اړوند سیمه کې ولګېده.
پاکستان زیاته کړې، چې د توغندي لګېدو له کبله یې کورنۍ او نړیوالې الوتنې وځنډولې.