نړۍ
د هندوستان یو توغندی په پاکستان کې لګېدلی – راپور
هند پرون (جمعه د کب ۲۰ ) څرګنده کړې، چې پر پاکستان یې یو اشتباهي توغندی توغولی دی.
د رویټرز د هندي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ دغه توغندی د ساتنې او څارنې په بهیر کې د تخنیکي نیمګړتیاوو له کبله توغول شوی دی.
د هندي چارواکو ویلي: مونږ پوهیږو، چې دغه توغندی په پاکستان کې لګېدلی دی. پېښه خواشینوونکې ده؛ خو د خوښۍ ځای دی، چې ځاني زیان یې رامنځته کړی ندی.
پاکستانيو چارواکو په خپله خاوره کې د هندي توغندي لګېدل تائید کړي او څرګندوي، چې په پېښه کې چا ته زیان ندی رسېدلی.
د پاکستان پوځ ویاند بابر افتخار ویلي، د پاکستان د هوايي ځواک دفاعي سیسټم د هند له سیرسای ښاره له پولې څخه شاوخوا ۱۰۴ کیلومټره لرې وموند او پرلپسې یې تر څارنې لاندې ونیوه.
هغه زیاته کړې: دې توغندي ناڅاپه خپله مخه د پاکستان لوري ته راواړوله او د پاکستان له هوايي حریم یې سرغړونه وکړه، چې د چینو په اړوند سیمه کې ولګېده.
پاکستان زیاته کړې، چې د توغندي لګېدو له کبله یې کورنۍ او نړیوالې الوتنې وځنډولې.
نړۍ
ایران زما د یو زوی د وژنې هڅه کړې وه- نتانیاهو
نتانیاهو د دوشنبې پر ورځ له یوې اسرائیلي شبکې سره په ټیلیفوني مرکه کې ویلي؛ ایران د هغه یو زوی پر نښه کړی و او هڅه یې کړې وه، چې«ویې وژني».
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ادعا کړې، چې ایران د هغه د یو زوی د وژنې هڅه کړې وه؛ خو د دې ادعا د وخت څرنګوالي او د دغه پلان د پلي کېدا د کچې په اړه یې جزئیات نهدي ورکړي.
نتانیاهو د دوشنبې پر ورځ له یوې اسرائیلي شبکې سره په ټیلیفوني مرکه کې ویلي؛ ایران د هغه یو زوی پر نښه کړی و او هڅه یې کړې وه، چې«ویې وژني».
هغه ویلي:« ایران هڅه وکړه، چې زما یو زوی ووژني؛ له همدې کبله د امنیت ټینګول تجمل نهدی.»
د اسرائیلو لومړي وزیر څرګنده کړې نهده، چې د هغه کوم زوی پر نښه شوی و؛ دا پېښه څه وخت شوې او د ایران ادعا شوی پلان تر کومې کچې پلي کېدا ته نږدې شوی و.
یائیر د نتانیاهو مشر زوی د امریکا په میامي ښار کې ژوند کوي.
په ملګرو ملتونو ټولنه کې د ایران استازولۍ هم د دې راپور تر خپرېدو پورې د دغې ادعا په اړه د نظر ورکولو غوښتنې ته ځواب نهو ورکړی.
دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته کېږي، چې په فبرورۍ میاشت کې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل سره د ایران او اسرائیلو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.
نتانیاهو همداراز ویلي، چې د اسرائیلو د کورني امنیت ادارې مشر ډیویډ زیني ته یې امر کړی، چې د لومړي وزیرۍ ټولو نوماندانو ته د هغوی د اړتیا وړ امنیتي تدابیر برابر کړي.
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو پر بنسټ ګادي آیزنکوت، چې د نتانیاهو له سیاسي سیالانو څخه دی؛ یوه هغه څېره ده، چې د اوکټوبر اووهویشتمې ټاکنو ته په درشل کې یې د امنیت ټینګولو موضوع مطرح شوې ده.
نړۍ
له اوکراین سره ۸۵ میلیارډ کرونه مرسته کوو – ناروې
د ناروې د حکومت د خبرپاڼې له مخې؛ په ۲۰۲۷ز.کال کې د اوکراین لپاره د ځانګړې شوې مرستې کچه به د ۲۰۲۶ز.کال له مالي مرستو سره برابره وي.
د ناروې حکومت اعلان کړی: په ۲۰۲۷ز.مالي کال کې به له اوکراین سره ۸۵ میلیارډ کرونه، چې شاوخوا ۹.۲ میلیارډ ډالره کېږي؛ مالي مرسته وکړي.
د ناروې د حکومت د خبرپاڼې له مخې؛ په ۲۰۲۷ز.کال کې د اوکراین لپاره د ځانګړې شوې مرستې کچه به د ۲۰۲۶ز.کال له مالي مرستو سره برابره وي.
دا اعلان په داسې حال کې کېږي، چې د ناروې لومړي وزیر یوناس ګار سټوره د یکشنبې پر ورځ د شمالي اروپا او بالټیک سیمې د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره یوځای کیف ته تللی، چې له روسیې سره په جګړه کې له اوکراین څخه خپل ملاتړ څرګند کړي.
د روسیې او اوکراین جګړه په داسې وخت کې څلور نیمو کلونو ته نږدې کېږي، چې دواړو لوریو د بېپیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي او د یو بل اقتصادي بنسټیزې ودانۍ او بېخبناوې؛ ان له جګړهییزو کرښو څخه په لرې سیمو کې پر نښه کوي.
نړۍ
اسرائیل پر سویلي سوریې برید وکړ؛ دمشق برید وغانده
د سوریې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د بېپیلوټه الوتکې دغه برید د پلازمېنې په لويدیځ کې د کلیوالو سیمو د بیت جِن کلي تر څېرمه پر یوه ملکي موټر شوی، چې له کبله یې یو شمېر ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
اسرائیل ویلي، چې د شنبې پر ورځ یې د سوریې په سویلي برخه کې یو«ترهګر» پر نښه کړی دی؛ خو د سوریې بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ دا برید د دمشق په څنډه کې پر یوه ملکي موټر د بېپیلوټه الوتکې برید و، چې د سوریې له ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه ده.
د سوریې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د بېپیلوټه الوتکې دغه برید د پلازمېنې په لويدیځ کې د کلیوالو سیمو د بیت جِن کلي تر څېرمه پر یوه ملکي موټر شوی، چې له کبله یې یو شمېر ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د سوریې دولتي ټلویزیون راپور ورکړی، چې په برید کې یو کس ټپي شوی دی.
د اسرائیل پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په سویلي سوریه کې یې پر هغه کس ډزې کړې، چې د دوی پر وینا«ترهګر» و او فعالیتونو یې د اسرائیلي سرتېرو پر وړاندې سمدستي ګواښ رامنځته کړی و؛ خو دې پوځ نهدي ویلي، چې برید یې پر کومه بڼه ترسره کړی دی.
پهروانه اوونۍ کې د اسرائیلو او سوریې ترمنځ ترینګلتیا له هغې وروسته زیاته شوه، چې اسرائیل د سېشنبې پر ورځ د سوریې د شمال لویدیځ پر یوه هوايي اډه برید وکړ. د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام بارک دغه برید«نااړین» بللی و.
د سوریې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه برید د سوریې پر خاوره د اسرائیلو د پرلهپسې بریدونو یوه برخه ده او د سوریې له ځمکني بشپړتیا«ښکاره سرغړونه» ده. دغه وزارت اسرائیل د دغو اقداماتو د پایلو مسوول بللی دی.
اسرائیلي ځواکونه اوس هم د سوریې په سویلي برخو کې فعالیت لري او اسرائیل د سوریې په سویل لویدیځ کې هغه سیمه هم تر خپلې ولکې لاندې راوستې، چې د بشارالاسد د واکمنۍ له نسکورېدا وروسته یې د ۲۰۲۴ز.کال په ډسمبر کې ونیوله.
-
لوبی4 days agoآباسین ډیفنډرز د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي وګټله
-
تازه خبرونه3 days agoافغان پلاوي په بیلاروس کې له تولیدي کارخونو لیدنه وکړه
-
سوداگري2 days agoد افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ کموالی د پېښور سوداګریز چاپېریال ګواښي – ډاننیوز
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او تاجکستان پر پوله به پوځي فعالیتونو ته اجازه ور نهکړ شي – ذبیحالله مجاهد
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران د امریکا نوي بندیزونه«د بېوسۍ نښه» بللې
-
تازه خبرونه2 days agoولې منځګړي د افغانستان او پاکستان په اوربند ټینګولو کې پاتې راغلل؟
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ۱۹ ته ورسېدې – د روغتیا نړیواله ټولنه
-
نړۍ2 days agoله اوکراین سره ۸۵ میلیارډ کرونه مرسته کوو – ناروې
