سیمه ییز خبرونه
د هند او د منځنۍ آسیا پېنځه هېوادونو له سولهییز افغانستان ملاتړ څرګند کړ
د هند او منځنۍ آسیا پېنځه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې دوی نه یوازې له ترهګرۍ څخه د پاک افغانستان ملاتړ کوي، بلکې په افغانستان کې د مخدره توکو پر وړاندې پر مبارزه هم ټینګار کړی دی.
د هندي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د هند او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو څلورم پړاو په نوي ډیلي کې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون ترسره شو.
د هند او منځنۍ آسیا پېنځه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې دوی نه یوازې له ترهګرۍ څخه د پاک افغانستان ملاتړ کوي، بلکې په افغانستان کې د مخدره توکو پر وړاندې پر مبارزه هم ټینګار کړی دی.
دا غونډه، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر سبرامنیم جی شنکر پر کوربتوب جوړه شوې وه، د سیمهییز امنیت، ټرانسپورټي دهلیزونو او انرژۍ همکارۍ په څیر مسلو بحث ته وقف شوې وه.
که څه هم په دې غونډه کې د افغانستان استازی نه و؛ خو د هند او منځنۍ آسیا د نښلولو د یوې مهمې دروازې په توګه یې پر رول پرلهپسې ټینګار شوی دی.
د نړیوال شمال-جنوب دهلیز (INSTC) او په ایران کې د چابهار بندر پروژه په افغانستان کې له ثبات او امنیت پرته له جدي خنډونو سره مخ دي.
له پاکستان سره د اوږدې مودې کړکیچونو له کبله د ځمکنۍ لارې نشتوالی د نوي ډیلي لپاره یوه لویه ننګونه ده.
په دې خبرو کې هند د امنیتي همکارۍ پراخولو، په ګډه له ترهګرۍ سره د مبارزې او د معلوماتو تبادلې لپاره وړاندیزونه وړاندې کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې بیجینګ په مرکزي آسیا کې له لویو او عملیاتي پروژو سره خپل نفوذ پیاوړی کړی، هند اوس هم له خپلو تاریخي، کلتوري او تخنیکي ګټو څخه په سټراټیژیک ډول ګټه پورته کړې نده.
