سیمه ییز خبرونه

د هند او پاکستان په لویدیځ کې د سمندري توپان له کبله ۷ کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۴, ۱۴۰۲)

رویترز څرګنده کړې؛ هند او پاکستان له ساحلي سیمو څخه د خلکو پر ایستلو پیل کړی؛ خو دوه ورځې مخکې ( د سې شنبې پر ورځ ) وچې ته د توپان له رارسېدو د هند د لویدیځ د مالي په مرکز ممبي کې د سمندر څپو څلور هلکان ناڅاپه ډوب کړل.

اټکل کیږي، چې د پنجشنبې پر ماښام به بیپرجوی نومی توپان د هند ګجرات ایالت او د پاکستان په سویل کې کراچۍ لاندې کړي.

هوا پوهانو وړاندویېنه کړې، چې په یوه ګړۍ کې به د پرله‌پسې توپان چټکتیا لږ تر لږه له ۱۲۵ـ ۱۳۵ کیلومترو څخه ۱۵۰ هغې ته ورسیږي.

د ګجرات پولیسو ویلي؛ د دوشنبې پر ماښام د جوهو په ساحل کې څلور هلکان ډوب شول. تر دې دمه مونږ د دوه هغو مړي موندلي او د پاتې دوه نورو د موندلو لټون روان دی.

دغه راز چارواکو ویلي: په عربي بحیره کې د اوبو لوړو څپو، سختو بارانونو او چټکو بادونو د ګجرات ساحلي سیمو ته زیان رسولی؛ ونې یې راغورزولې او د دیوال پر نړېدو د کوچ او راجکوټ په اړوند سیمو کې درې نور کسان یې مړه کړي دي.

د ایالتي حکومت د څرګندونو له مخې؛ له دغه توپان څخه به د ګجرات اته ساحلي سیمې اغېزمنې شي او د سیمو ښوونځي هم تر جمعې رخصت اعلان شوي دي.

ګجرات د دې هېواد د تېلو د تاسیساتو یو لوی بندري ښار دی او اوس یې ټولې عملیاتي چارې ځنډول شوې دي.

د مرستو کمشنر الوک کمار پاندي ویلي وه، چې له ساحلي سیمو څخه له ۲۰۵۰۰ ډېر خلک ایستل شوي او تمه ده، چې د ایستلو کار به د سې شنبې تر ماښامه بشپړ شي.

د اقلیم د بدلون وزیرې شیري رحمان ویلي، په ګاونډ پاکستان کې پوځي او ملکي چارواکو امن سیمو ته د د خلکو ایستل او لېږدول پیل کړي او په ښوونځیو او نورو دولتي ودانیو کې ورته کمپونه جوړ شوي دي.

شیري رحمان زیاته کړې، د پاکستان ساحلي سیمو ته کښتۍ او بېړۍ لیږدول شوي او په سیمه کې روغتونونه هم چمتو ساتل شوي دي.

د پاکستان د ناورینونو د مدیریت د ملي ادارې مشر ویلي وه، چې د چارشنبې تر سهاره به شاوخوا سل زره کسان له سیمې وایستل شي.

د هند ایالتي حکومت ویلي؛ د هند دوه لوی بندرونه؛ کندلا او موندرا خپلې چارې ځنډولي دي.

دغه راز د کښتیو اړوند سرچینو د نور بندرونو؛ بیدي، نولاخي، پوربندر، اوخا، پیپاوا او باوناګر بندرونه هم د توپان له کبله تړل شوي دي.

رویترز راپور ورکړ، چې په ۱۹۹۸ ز. کال کې یو توپان لږ تر لږه ۴۰۰۰ کسان مړه کړل او ګجرات ته یې په سلګونه میلیون دالر زیان اړولی و.

ویل کیږي، چې د هند ساحلي ساتونکيو د کي سینګاپور په نوم د ګجرات له ساحلي سیمې څخه د تېلو ۵۰ اړوند پرسونل هم ایستلی دی.

Trending

Exit mobile version