تازه خبرونه
د هند بهرنیو چارو مرستیال په متحده عربي اماراتو کې له امیرخان متقي سره ولیدل
د هند بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې نن( چارشنبه د مرغومي نولسمه )ترسره شوې دواړو خواوو پر دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې پر امنیتي وضعیت او بشري مرستو خبرې کړې دي.
د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویکرام میسري په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره لیدلي دي.
د هند بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې نن( چارشنبه د مرغومي نولسمه )ترسره شوې دواړو خواوو پر دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې پر امنیتي وضعیت او بشري مرستو خبرې کړې دي.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دواړو لوریو ژمنه کړې، چې د چابهار بندر له لارې به سوداګرۍ ته نورو هم وده ورکړي.
دغه راز ښاغلي مصري ډاډ ورکړی، چې له افغانانو سره پر بشري مرستو سربېره به په افغانستان کې د پراختیايي پروژو ملاتړ ته هم روان وساتي.
هند ویلي، چې تر اوسه یې افغانستان ته د توکو څو باره، چې په کې ۵۰ زره ټنه غنم، ۳۰۰ ټنه درمل، ۲۷ ټنه زلزله ځپلو لپاره مرستې، د پولیو واکسین ۱۰۰ میلیون دوزه د ماشومانو د ګوزڼ واکسین او نور اړین توکي مرسته کړې ده.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان او هند ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې مخ په پراخېدو دي.
