سوداگري

د هند دوه نیم ټنه تازه مرسته کابل ته راورسېده

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۳۰, ۱۴۰۰)

د اسلامي امارت چارواکو ویلي، چې د هندوستان د بشري مرستو یوه تازه ټولګه کابل ته رارسېدلې ده.

د اسلامي امارت ویاند ټویټ کړی؛ هندوستان له افغانانو سره د مرستو په لړ کې تازه دوه نیم ټنه توکي، چې درمل او البسه په کې دي مرسته کړې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ مونږ د هندوستان له بشردوستانه مرستو مننه کوو.

دا په داسې حال کې ده، چې اوړمه ورځ د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پاکستانیو رسنیو ته څرګنده کړې، چې د هند مرسته شوي غنم به افغان لارۍ د پاکستان له لارې افغانستان ته وړیا ولېږدوي.

د راپور له مخې؛ ۶۰ موټرو ته به اجازه ورکړ شي، چې له افغانستان څخه لاهور ته د واګې بندر او له هغه ځایه د هند له عطاري څخه د غنمو لومړۍ جوپه رابار کړي.

ویل کیږي، چې د هند حکومت له یوه افغان لوژستیکي شرکت سره هوکړه کړی، چې کولی شي د تورخم له لارې تشې لارۍ لاهور ته ولېږدوي.

پاکستانیو چارواکو د حکومت اړوند ګمرکي ادارو ته لارښوونه کړې، چې له ستونزو پرته یې رسمي کارونه تر سره کړي.

ټاکل شوې، چې دا بهیر د کب پر درېیمه د فبرورۍ پر ۲۲ پیل او یوه میاشت به روان وي، چې شاوخوا پنځوس زره ټنه غنم به افغانستان ته ولېږدول شي.

Trending

Exit mobile version