بی بی سی پښتو

د هند فلمي ستورې پریټي زینټا پښتو پیغام: کور پاتې شئ، خوندي پاتې شئ رسنیز شو

Published

on

Getty Images
پر ټویټر زیاترو کسانو د پریټي زینټا مننه کړې چې په پښتو یې پیغام ورکړی دی.

د هند فلمي ستورې پریټي زینټا نوی پښتو پیغام په تولنیزو رسنیو کې ډېر مثبت غبرګونونه لري.

پریټي په خپل لنډ پښتو پیغام کې وايي په (کور پاتې شئ، خوندي پاتې شئ، ای پی ایل وګورئ).

په ټولنیزو رسنیو کې زیاتره کسانو د دې پیغام امتیاز تر ډېره افغان کرېکټ لوبغاړي مجیب ځدراڼ ته ورکړی دی، چې توانېدلی پریټي ته یې تر خپل وس پښتو ورزده کړي.

پریټي وايي په هر ای پي ایل کې غواړي د کرېکټ تر څنګ نوي څه زده کړي، خو دا ځل یې خپله ټوله هڅه کړې چې دا ښکلې ژبه سمه ووايي، خو دا هم وايي که یې کومه تېروتنه پکې کړې نو بښنه غواړي.

مجیب د هند غوره لیګ په سیالیو (ای پي ایل) کې د پریټي په لوبډله پنجاب کې لوبېږي.

پر ټویټر زیاترو کسانو د پریټي زینټا مننه کړې چې په پښتو یې پیغام ورکړی دی.

https://twitter.com/realpreityzinta/status/1308419457430286340

یوه مینه وال یې ورته لیکلي، پښتو هسې هم ښکلې ده، خو چې ستا په شان ښکلې یې ووايي لا ښکلې شي.

له پېښوره یې یوه بل مینه وال ورته لیکلي ددې پیغام په اورېدو سره به په ای پي ایل کې د هغې د لوبډلې کینګز ۱۱ پنجاب ملاتړ کوي.

سږ کال د هند کرېکټ غوره لیګ سیالۍ (ای پی ایل) د کرونا وېروس خورېدو له وېرې په ځنډ پیل شوې، خو دا ځل په هند نه بلکې په عربي متحده اماراتو کې ترسره کیږي. چې نندارچیانو ته په لوبغالي کې د لوبې لیدلو اجازه نشته، خو دغه لوبې پر ټلویزیونونو خپرېږي.

تېر کال هم پریټي زینټا له افغان کرېکټ ستوري مجیب ځدراڼ سره لنډې پښتو خبرې کړې وې، چې ډېرو یې ستاینه کړې وه.

Trending

Exit mobile version