تازه خبرونه
د هند ملي امنیت سلاکار په مسکو کې د افغانستان په اړه له روسي چارواکو سره خبرې کوي
د هندي رسنیو د راپور له مخې؛ دواړه خواوې به د افغانستان په اړه او د روسیې لهخوا د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو راوڅرخیږي.
د هند ملي امنیت سلاکار اجیټ ډوول د چارشنبې پر ورځ مسکو ته رسېدلی، چې د افغانستان د وضعیت په ګډون له لوړ پوړو روسي چارواکو سره خبرې وکړي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې؛ دواړه خواوې به د افغانستان په اړه او د روسیې لهخوا د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو راوڅرخیږي.
شاوخوا یوه میاشت مخکې روسیې اعلان وکړ، چې د نوي افغان سفیر باورلیک یې منلي او په دې توګه لومړنی هېواد شو، چې اسلامي امارت یې پر رسمیت وپېژانده.
ډوول په داسې حال کې روسیې ته سفر کوي، چې دمګړۍ هند او امریکا په سوداګریزه شخړه کې ښکېل شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې پر ورځ یو داسې اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ، چې له هند څخه پر وارداتو ۲۵ سلنه اضافي تعرفه لګوي. دا اقدام د هند لهخوا د روسیې د تېلو د پېرودلو په غبرګون کې ترسره شوی دی.