سیمه ییز خبرونه
د هند پانگوال دې په افغانستان كې پانگونه وكړي
افغان ولسمشر حامد كرزي له هندي سوداگرو وغوښتل، چې:
په افغانستان كې هندي پانگوالو ته ښه زمينه برابره شوې، چې د كانونو او زيربناوو په برخه كې ونډه واخلي.
اقتصادي كارپوهان وايي، چې:
افغانستان هڅه كوي، چې د پانگې اچونې د هڅونې لپاره د هند او چين ترمنځ سيالي را منځته كړي.
ولسمشرحامد كرزي د هند په مبي ښاركې يوې خبري غونډې ته يو ځل بيا له هندي پانگوالو وغوښتل، چې له وېرې پرته دې په افغانستان كې پانگونې وكړي.
ده وويل:
زه تاسې ته ډاډ درکوم، چې په افغانستان کې د پانگونې یوه ښه شېبه برابره شوې؛ هندي پانگوال کولی شي، چې له دې شېبې گټه پورته کړي.
ولسمشر ډاډ څرگند كړ، چې:
چينايي پانگوال له هندي پانگوالو وړاندې زموږ هېواد ته راغلي دي.
د كابل پوهنتون استاد سيد مسعود وايي:
ولسمشرغواړي د افغانستان په گټه د چين او هند ترمنځ سالمه اقتصادي سيالي زياته كړي.
د دوى په آند:
هند له ډېر پخوا غواړي، چې په افغانستان كې پانگونه وكړي او داسې دولت ولري، چې پر ځان بسيا او د پاكستان مخالف وي.
استاد مسعود باورلري، چې:
كه حكومت په افغانستان كې بهرنۍ پانگونې ته شرايط برابر كړي؛ ډېرهېوادونه ليوال دي، چې په افغانستان كې پانگونه وكړي.
هند په وروستيو لس كلونو كې له افغانستان سره ډېرې مالي مرستې كړي او ولسمشرحامد كرزي هم دې هېواد ته د سفر په ترڅ كې د اقتصادي زيربناو په اړه يو شمېرهوكړه ليكونه لاسليك كړي دي.
