تازه خبرونه
د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکیو څو ورځو کې د اورښت اټکل کړی
(Last Updated On: مرغومی ۱۸, ۱۴۰۰)
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی، چې په یو شمېر ولایتونو کې د سختو واورو، بارانونو او سیلابونو د ورېدو اټکل شوی دی.
د هوا پېژندنې ادارې د څرګندونو له مخې؛ په خوست، پکتیا، لوګر، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، نورستان، کونړ او بدخشان ولایتونو کی د باران، واورې او سیلابونو د رامنځته کېدو اټکل کړی دی.
د دغه رياست لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سالنګونو پر لويه لاره هم د سختو واورو ورېدو اټکل کېږي.
چارواکو ویلي په ځینو سیمو کې تر ۳۰ ملي مټرو پورې د اورښت شونتیا شته.