روغتيا
د هډوكي د ناروغۍ په درملنه كې له ستونزو سره مخ يو- وزيري
په افغا نستان كې د ارتوپيدي ډاكترانو د ټولنې استازي وايي، چې:
په افغا ستان كې د ارتوپيدي يا د هډوكي د ناروغۍ د درملنې په برخه كې له ډېرو ستزنزو سره مخ دي.
د دي بنسټ رييس ډاكترنجيب الله وزيري وايي:
پرمختللې ټيكنالوژۍ ته نه لاسرى او په دې برخه كې له فعالو نړيوالو بنسټونو سره د اړيكو نه درلودل هغه ستونزې دي، چې دوى يې د هډوكي د ناروغۍ په درملنه كې له ستونزو سره مخ كړي دي.
د آريانا ټلويزيون خبريال محمد اسلم حجاب څرگندوي، چې:
دكابل په سردارمحمد داود خان روغتون كې دوه ورځنى سمينار د لسگونه اورتوپيديك ډاكترانو په گډون تر سره شو.
د افغانستان د ارتوپيدې يا د هډوكو ډاكټرانو د ټولنې رييس رنځورپوه نجيب الله وزيري وايي، چې:
افغان ډاكتران په ځانگړي توگه د ارتوپيدي څانگې ډاكټران د هډوكو په درملنه كې له گڼو ستونزو سره مخ دي.
په داسې حال كې، چې د افغانستان ارتوپيدي ډاكټراتو ټولنې د ارتوپيدي د نړيوال مركزغړيتوب ترلاسه كړى، خو د هډوكو په درملنه كې له گڼو ستونزو سره مخ دي.
د ډاكټرانو د ټولنې رييس رنځورپو نجيب الله وزيري وايي، چې:
له دې وروسته به افغان ډاكتران بهرنيو هېوادونو ته د تجربو د ترلاسه كولو لپاره سفرونه زيات كړي.
ډاكټرايمل وردگ د دې ټولنې غړى د دغه ډول كنفرانسونو جوړول د تجربو د تبادلې لپاره مهم گڼي او ټينگار كوي، چې:
بايد له اړوند نړيوالو مراجعو سره اړيكې ټينگې شي.
دغه ډاكټران وايي، چې:
د دغه دوه ورځيني سمينار په لړكې به د خپلو تجروبو په شريكولو د ارتوپيدې په اړه شته ستونزو ته د حل لار په لټه كې شي .