تازه خبرونه

د هېواد او دين دښمنان د هېواد ازادي زغملی نه‌شي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۱۲, ۱۴۰۲)

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني ویلي؛ د دین او افغانستان د آزادۍ دښمان اوسنی وضعیت زعملی نه‌شي او پر وړاندې یې د دسیسو جوړولو هڅې کوي.

سراج الدین حقاني د کابینې له یو شمېر غړیو سره د پکتیا ولایت مرکز ښرنې ته په سفر کې د یوې دیني مدرسې د پرانیستې پر مهال ویلي: زمونږ د دین او هېواد دښمنان زمونږ ازادي زغملی نه‌شي او اوس نظام ته دسیسې او اخطار ورکوي؛ خو زمونږ اراده ټینګه، ثابته، مبارزه مو سپیڅلې او متحد یوو. مونږ به هیچاته لاس ونه‌غځوو.

سراج الدین حقاني د دغه ولایت له خلکو وغوښتل، چې د اسلامي نظام د ملاتړ لپاره سره متحد شي.

 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دغه ولايت له خلکو او په تېره بيا له ځوانانو غوښتي، چې له رامنځته شويو فرصتونو څخه زياته ګټه پورته کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه ویلي؛ همدا د بریالیتوب اصل دی او تاسې نیکمرغه یاست، چې علما یئ او تاسې باید له هغو فرصتونو ښه ګټه پورته کړئ، چې الله پاک درکړي دي.

د اقتصاد وزارت چارسمبالي دین محمد حنیف د اسلامي نظام د رامنځته کولو لپاره قربانیو ته په نغوته کې څرګنده کړې: مونږ او تاسې ټولو ته معلومه ده، چې ډېره قرباني علماوو، مجاهدينو ورکړې او بې له شکه ټولو خلکو په کې برخه اخيستې ده؛ خو رهبري او مشري يې د علماوو پر غاړه وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي په دې وروستیو کې د هېواد یوشمېر ولایتونو ته سفرونه کړي او خلکو ته یې د اسلامي نظام د ملاتړ لپاره د یووالي بلنه ورکړې ده.

Trending

Exit mobile version