تازه خبرونه

د هېواد دفاع وزیر د بدخشان له شمال ختیځو سرحدي سیمو لیدنه وکړه

د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ محمد یعقوب مجاهد په خپل سفر کې د بدخشان ولایت له کران او منجان، زیباک، واخان او پامیر ولسوالیو څخه لیدنه وکړه.

Published

on

 

د هېواد دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د بدخشان ولایت شمال ختیځو سرحدي سیمو ته د سفر پر مهال له سرحدي ځواکونو او پوستو څخه لیدنه کړې ده.

د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ محمد یعقوب مجاهد په خپل سفر کې د بدخشان ولایت له کران او منجان، زیباک، واخان او پامیر ولسوالیو څخه لیدنه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې؛ د هېواد دفاع وزیر د افغانستان له هغو مهمو سټراټیژیکو سرحدي سیمو څخه هم لیدنه کړې، چې له چین، تاجکستان او ډیورنډ کرښې سره نښتي دي.

محمد یعقوب مجاهد د سفر پر مهال د سرحدي ځواکونو فعالیتونه او چمتووالی وارزاوه، د هغوی له هڅو یې ستاینه وکړه او وایي، چې د هېواد د ځمکني بشپړتیا، ملي حاکمیت او سرحدونو ساتنه د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډ مسوولیت دی.

ویل کیږي، چې د سرحدي ځواکونو د وړتیاوو د لوړولو، لازمې همغږۍ او د اړینو آسانتیاوو د برابرولو لپاره به نورې هڅې هم تر سره شي.

Trending

Exit mobile version