تازه خبرونه

د هېواد د صادراتي چارو د ښه‌والي مشورتي ناسته ترسره شوه

دغه راز نورالدین عزیزي د مرکزونو له چارواکو وغوښتل، چې خپلې ستونزې، وړاندیزونه او عملي پلانونه له وزارت سره لیکلي شریک کړي، چې په اړه یې اړین اصلاحات پلي شي.

Published

on

د صنایعو او سوداګرۍ وزیر په دې ناسته کې د عوایدو راټولولو پر میکانیزم، د اصلي سندونو وېش او د رسیدونو ثبتولو راڼه پلي کولو ټینګار کړی او د صادراتو مسوولینو ته یې دنده سپارلې، چې خپل کار پر مسوولیت ترسره کړي.

دغه راز نورالدین عزیزي د مرکزونو له چارواکو وغوښتل، چې خپلې ستونزې، وړاندیزونه او عملي پلانونه له وزارت سره لیکلي شریک کړي، چې په اړه یې اړین اصلاحات پلي شي.

عزیزي ویلي؛ د سوداګرۍ د وضعیت د تحلیل پر بنسټ، احصائې ښیي، چې د ۱۴۰۴ کال په زمري کې، د ۱۴۰۳ پر پرتله د هېواد صادرات ۴۳ سلنه زیات شوي دي.

ویل کیږي، چې د افغانستان په صادراتو کې وده د ظرفیتونو د ودې ښکارندویي کوي.

Trending

Exit mobile version