ساینس او ټیکنالوژي
د هېواد د نجونو روباتیک ډلې له سږنیو نړیوالو سیالیو دوه جایزې ترلاسه کړې
په روانه میاشت کې د نړۍ د ۱۶۲ هېوادونو ترمنځ روباتیکې سیالۍ ترسره شوې، چې افغان نجونو د خوندیتوب او ټولنیزو رسنیو جایزې خپلې کړې.
افغان روبات جوړوونکې نجونې، چې په قطر کې پر زدکړو بوختې دي؛ دا ځل یې هم وکولی شول، چې د فیرست ګلوبل نومو نړیوالو روباتیک سیالیو کې ګډون وکړي.
دغه سيالۍ يوه اوونۍ مخکې د سويس په ژنیو کې ترسره شوې، چې د هلکانو تر څنګ د هېواد د روباتيکو نجونو د ډلې په ګډون د نجونو اووه ډلو په کې برخه اخيستې وه.
سږکال د فیرست ګلوبل د لومړۍ نړیوالې سیالۍ موضوع په نړۍ کې د اقلیم د بدلون مسله وه، چې د بېلابېلو هېوادونو روباتیکو ډلو په کې سیالۍ ته ورودانګل.
د سیالۍ په دې ډګر کې روباتونه هڅه کوي کوچني توپونه، چې په ډګر کې دننه دي راټول کړي او دې استوانې ته یې ورغورزوي. هره هغه ډله، چې وکولی شي تر ټولو زیات توپونه استوانې ته واچوي، بریالۍ ګڼل کېږي.
په دې سیالیو کې د سویس، مکسیکو او هسپانیې هېوادونو ښې جایزې وګټلې او د افغان نجونو ډله وتوانېده، چې د خوندیتوب او ټولنیزو رسنیو جایزې خپلې کړي.
د هېواد روبات جوړوونکیو نجونو هڅه کړې، چې له چاپېریال سره د مرستې او د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره د ساینس او تکنالوژۍ پر مت حل لاره ومومي.
د ښځو د حقونو فعالان وايي، افغان نجونې ځانګړې وړتیاوې لري، چې د پرمختګ لپاره یې باید استعدادونه له پامه ونه غورځول شي.
په دغو سياليو کې د ګډون لپاره شاوخوا ١٨٢ هېوادونو نومليکنه کړې وه؛ خو ١٦٢ هېوادونه وتوانېدل، چې په دغو سياليو کې د ګډون اجازه ترلاسه کړي. هر کال د دغو سياليو لپاره ځانګړي موضوعات په پام کې نیول کېږي، چې عمومي موخه يې نړيوالو ټولنيزو ستونزو ته د حل لارو موندل دي.
