تازه خبرونه
د هېواد ټوله خاوره د یو مشر پر مشرتابه اداره کیږي – اسلامي امارت
د افغانستان اسلامي امارت واک ته د بیا رسیدو د دوهیمې کلیزې پر مناسبت ویلي، چې په هېواد کې امنیت خوندي شوی او د هېواد ټوله خاوره تر یو مشرتابه لاندې اداره کیږي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن (سې شنبه د زمري ۲۴ ) واک ته د اسلامي امارت د بېرته راستنیدو د دوهیمې کلیزې پر مناسبت څرګنده کړې، چې دوه کاله مخکې د محرم الحرام د میاشتې پر اوومه نېټه، چې د زمري له ۲۴ او د اګست له ۱۵ سره سمون خوري؛ د اسلامي امارت ځواکونو د ۳۲ ولایتونو له نیولو وروسته د کابل ښار هم ونیوه.
په دې اعلامیه کې ذبیح الله مجاهد ټولو افغانانو ته د اسلامي امارت د بریا مبارکي وړاندې کړې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د تاریخ په اوږدو کې افغانانو د خپل دین، پت، هېواد او خپلواکۍ لپاره سترې سرښندنې وړاندې کړي او د خپلو سترو سرښندنو او قربانیو په پایله کې یې د بشپړ اسلامي نظام جوړېدل، چې د ملت ارمان و، پلی کړ.
په دغه اعلامیه کې راغلي؛ اسلامي امارت د خپل ولس د رښتیني استازي په توګه د الله تعالی پر نصرت او د ملت پر مرسته وتوانید، چې یوه ستره او ستونزمنه لاره پر بریالیتوب ووهي او د یو بشپړ اسلامي نظام د پیاوړتیا لپاره لار اواره کړي.
د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې اوس په هېواد کې ټولیز امنیت خوندي او د هېواد ټوله خاوره تر یوه مشرتابه لاندې راغلې او اسلامي نظام حاکم او ټول مسایل د شریعت له زاویې راپورته کېږي، چې دا پایله زمونږ د ولس او د اسلامي امارت د ځواکونو د سرښندنو برکت دی.
مجاهد وايي؛ د کابل نيولو يو ځل بيا ثابته کړه، چې هیڅوک د بهرنيانو پر مرسته او واک نهشي کولی دا وياړلي ملت تابع او خپله بقا ډاډمنه کړي.
هغه دا هم ویلي؛ دې ورځ وښودله، چې دلته د نیواکګرو، ښکېلاکګرو او زبېښاکګرو ټولې هڅې له ناکامۍ سره مخ دي او هیڅ یرغلګر ځواک نهشي کولی، چې د افغانانو اراده ماته او د خپلو وسلو او دسیسو پر زور خپل نظام پر دوی وتپي.
دغه راز ویل کیږي؛ د اسلامي امارت مشران د خپل ولس خدمت ته ژمن دي او د هېواد د سوکالۍ او ثبات لپاره کار کوي او هیڅ یرغلګر ته اجازه نهورکوي، چې د دې هېواد دین، پت او خپلواکي له ګواښ سره مخ کړي.