سیمه ییز خبرونه

د هېواد په ختيځو او لويديځو ولايتونو كې د استاد رباني غيابي لمونځ ادا شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په ختيځو ولايتونو نورستان، كونړ، لغمان او ننگرهار كې هم  د پخواني ولسمشراود سولې عالي شورا د رييس استادبرهان الدين رباني د جنازې غيابي  لمونځ د دولتي چارواکو، ديني عالمانو ،قومي مشرانو او خلكو په گډون ادا شو.

د يادولايتونوچارواكو افغان ولس  سولې او يووالي ته رابللى اود استاد برهان الدين رباني مړينه يې د افغان ملت لپاره يوه ستره ضايعه بللې ده .

د ننگرهارد ولايتي اوامنتي چارواكو په استازۍ د۲۰۱سېلاب پلې ليوا كوماندان بريد جنرال محمدافضل د استاد برهان الدين رباني وژنه يوغيرې انساني عمل وباله اوله هيوادوالوڅخه يې دافغانستان دښمنانوپروړاندې ديوموټي كيدوغوښتنه وكړه.

په دغه ولايت كې دسولې عالي شورامشر مولوي محمدهاشم منيب د استادبرهان الدين رباني مړينه د افغان ملت لپاره ستره ضايعه وبلله.

د لغمان والي محمد قبال عزيزي او نورو چارواكو د استاد دعيابي جنازې تراداكيدو وروسته وويل چې دافغان ولس دوښمان نه پريږدي، چې په افغانستان كې سوله راشي .

د نورستان والي تميم نورستاني اوپه سلگونو ديني عالمانو او مشرانو ارواښاد د افغانستان رښتينى خدمتگار وباله.

په لوديځو ولايتونو كې هم زركونو كسانو د جنازې له لمانځه وروسته له دولت څخه وغوښتل، چې د جهادي مشرانو او لوړپوړيو دولتي چارواكو د ترور له عاملينو سره جدي چلند وكړي .

داكسان وايي:

له طالبانو او ترهگرو سره  سوله، چې  د بيگانه وو په تېره بيا پاكستان په دستور په افغانستان كې نا امنۍ ته زمينه برابروي امكان نه لري .

دافغانستان د پخواني ولسمشر او د سولې د عالي شورا د رييس پروفيسور برهان الدين رباني د جنازې غيابي لمونځ په فراه ، بادغيس ، غور او هرات كې د زرگونو كسانو په گډون ادا شو .

دې كسانو له ولسمشر حامد كرزي وغوښتل، چې:

د افغانستان د سولې د قهرمان نشان دې د سولې د عالي شورا او جهادي مشراستاد برهان الدين رباني په نامه ونوموي او هركال دې د دې شهيد او نورو شهيدانو له ورځې لمانځنه وشي .

د يادونې وړده، چې دافغانستان پخوانى ولسمشراود سولې عالي شورا رييس استادبرهان الدين ربانى د تېرې سه شنبې په ماښام د يوه پرښكاره ځانمرگي بريد په خپل كوركې ووژل شو، چې د جمعې د ورځ ( د تلې په لومړۍ) پرشاوخوا دولس بجوپه وزيراكبرخان غونډۍ كې خاروته وسپارل شو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version