روغتيا

د هېواد په ختیځ زون کې د ګوزڼ واکسین څلور ورځنی کمپاین پیلېږي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۷, ۱۴۰۲)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې؛ د ګوزڼ( پولیو) ضد واکسین ځانګړی څلور ورځنی کمپاین به دا ځل د دغه وزارت له پلان سره سم په ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې پلی شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کمپاین به د شنبې پر ورځ (د چنګاښ ۱۷ نېټه) پیل او شاوخوا یو اعشاریه دوه میلیون ماشومان به واکسین شي.

د ګوزڼ د له منځه وړلو ملي بېړني مرکز مشر داکتر نیک ولي شاه مومن له کورنیو غوښتي؛ خپل ماشومان واکسین کړئ او له دغې خطرناکې ناروغۍ یې وژغورئ.

د يادونې ده، چې د روان کال له پيله تر اوسه په ټول هېواد کې د ګوزڼ پېنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

Trending

Exit mobile version